کور / تازه خبرونه / كوټه : پښتونخوامېپ دمورنۍ ژبي نړيواله ورځ لمانځي

كوټه : پښتونخوامېپ دمورنۍ ژبي نړيواله ورځ لمانځي

پښتون قام پرسته ګوندپښتونخواملي عوامي پارټۍ دمورنۍ ژبي نړيواله ورځ  لمانځلي

د پښتونخواملي عوامي پارټۍ له اړخه خبر وركړل سوى  چې دغه ګوند نن د فرورۍ پر يويستمه دنورو هيوادونو او ټول پښتونخوا وطن سره په كوټه كې هم د دغې ورځي د لمانځلو تابيا كړې ده

هغوي په دې سلسله كې يو لاريون اعلان كړى چې د كوټي ښار پر جناح واټ د ګوند له مركزي دفتر څخه روانېږي او پر كلب واټ او كندهاري بازار څخه له تېرېدو وروسته په باچاخان څلورلاري كې په يوه جلسه عام بدليږي

دغه لاريون او جلسې ته چې نن ماسپښين پر درې بجې ترسره كيږي به د پښتونخواملي عوامي پارټۍ مركزي او ايالتي مشران ويناوي كوي

د يادوني وړ ده چې هم پر دغه وخت به د پښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن  غړي د كوټي ښار له سانئنس پوهنځي څخه جلوس باسي او د پښتونخواملي عوامي پارټۍ مركزي دفتر ته به ځي چې وروسته به د ګوند په لاريون كې شريك سي