شپاړس تنه افغان وګړي نيول سوي دي
خان زمان کاکړ
د دالبندين په سيمه كې شپاړس تنه هغه افغان وګړي نيول سوي دي چې ايران ته د ننوتلو هڅه يې كوله
د بلوچستان ايالت د دالبندين په سيمه كې له ايران سره پر ګډه پوله ايراني پوليسو شپاړس تنه افغانان نيولي او د بلوچستان د تفتان د پوليسو چارواكو ته يې سپارلي دي
پر نيول سويو كسانو دا تور لګېدلى چې دوي په بېقانونه توګه له پاكستان څخه ايران او له هغه ځاي څخه بيا يورپ ته د تللو هڅه كوله