کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوس هم وخت نه دئ تېر

اوس هم وخت نه دئ تېر

داولس مشراوسنی دریځ اوامریکایي غبرګون اولسمشره! په ایمان چې اوس دې د افغان اولس اراد ه تمثیل کړه، ښه ده اوس هم وخت نه دی تېر، توره دې وکړه اوتاریخ دې سپین کړ ، ورانه به هلته وه چې په چکړ کې تر نامه ډوب شوی وای اوبیا د راوتل هم ګران وای ، ځکه ته خو زموږ یې اوموږستایو او هغه داچې په اولسواکونظامونوکې اولسمشر د اولس په خوښه او رایو سره ټاکل کیږي او اولس هم د خپلو لومړ یتوبونو په پام کې نیولو سره داسې څوک دخپل اولس مشر په توګه ټاکي چې په رښتینې توګه د هغوی د ارادو ممثل او ښکارندوی وي ، دهغوی غوښتنې ومني ، له ارادوسره سم یې هېوادرهبري کړي ، دهغوی پیغام نړۍ ته ورسوي اوددوی لپاره سوکاله ژوند اوډاډمنه فضا رامنځ ته کړ ي دې اصل ته په پام سره دادی ګورو چې دنړۍ د بېلابېلو هیوادونو منتخب مشران دخپلو ولسونو لپاره هماغه څه ترسره کوي چې د دوی امن تضمینوي او دارامۍ اوسوکالۍ ډاډورکوي .

ومولیدل کله چې په ۲۰۰۱زیږدیزکال کې په نړیوال سوداګریزمرکزبرید وشو او د زرګونو امریکایي مېشتو انسانانومرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه ، د امریکا اولس مشر بوش د خپل اولس د کساد اخیستلو لپاره دهرې ممکنه لارې په کاراچولو اعلان وکړ اوهماغه ؤ چې د خپل اولس د خوشالولو لپاره یې افغانستان ته ګوتې را اوږدې ، او د طالبانو نظام چې د دغه برید سرکښ یې ګاڼه ړ نګ کړ او په افغانستان کې یې یو داسې نظام رامنځ ته کړ چې له نړ یوالواو په ځانګړې توګه امریکاسره یې اړیکې پر دوامداره دوستۍ اومتقابله همکارۍ او درناوي ولاړې وي . خو داچې امریکا د اوسنۍ نړ ۍ زبرځواک دی خپل غرور یې د(بش )په وجودکې تم نشوای کړای ، د متقابل درناوي منل شوي اصول یې تر پښو لاندې کړل ، تر نړیوالوقوانینو او دملګروملتونو ترمنشوریې پښه واړوله اوپه دې توګه یې د يو خپلواک هیواد د آزادۍ چیغه په ستوني کې ور بنده کړ ه .

د دوی د اصلي دښمن (طالبانو) د نظام په ړنګولو سربېره یې د زرګونو نورو افغانانو غولی او ټغر د هغوی په وینو سور او نغری یې ورته سوړ کړ ، او دخوشالیو دېرې یې په هدیرو او دناوکیو ډولۍ یې په بې کفنه جنازو بدلې کړې . داهرڅه یې یواځې د خپل اولس د تسل او د هغوی د زړونو دسکون او ارامی لپاره و کړ ل . خودافکر یې کله هم ونکړ چې ایا نورملتونه هم دژوند حق لري ؟ ایا خپل برخلیک ټاکلی شي ؟ ایا له خپلومشرانوڅخه دسوکالۍ غوښتنه کولای شي ؟ او ایا د هغوی مشران له نوروڅخه هم د هغوی د حقو قو دساتنې باور ترلاسه کولای شي اوکنه؟ وموکتل چې نه یې په دې فکر وکړ اونه یې هم تراوسه دکوم چا په خبره غوږوګراوه ، حال داچې د بشردحقوقو دمدافع په توګه ترټولو زیات امریکایي چارواکي سینه ډبوي اودنړۍ په ګوټ ګوټ کې همدوی دولسواکۍ چیغې وهي ، اوپه همدې پلمه یې دنړۍ ډیرهیوادونه په توره کرښه کې هم راوستل . په هرحال دطالبانودنظام له ړنګیدو وروسته د دې هیواد وګړو هم د بشري ټولنې دیوې برخې په توګه دخپل برخلیک دټاکلولپاره هوډ وکړ ، د اساسي قانون له جوړیدو وروسته یې دیو منتخب اولس مشر د ټاکلو لپاره په پوره رښتینولۍ سره په ټولټاکنو کې ګډون و کړ اودرایو په اکثریت سره یې منتخب اولس مشر وټاکه ، هیله یې داوه چې زموږ منتخب اولس مشر به نړیوال دیوباشهامته اوغیرتي اولس داستازي په توګه ومني ، غوښتنې به یې د یوملت غوښتنې وګڼې اوپه درناوي سره به ور ته غوږ کیږدي . خوداسې ونشول ، امریکایې جنرالانو دخپل اولس عزت اوسرلوړي دبېوزله افغانانو په بې عزتۍ اودخپل اولس تسل یې دافغانانو په کړولواوبمباردولو کې ونغاړه ، اودادی ګورو چې خپل غرور اوعملي استبداد ته ددغه بېوزله اولس له مکرروغوښتنوسره سره دوام ورکوي .

څه موده مخکې چې افغان اولس مشر د پخواپه پرتله د دغه ظالمانه ړ ندو بمباریو اوخپل سریوعملیاتو او پلټنو دبندولوکلکه غوښتنه وکړ ه ، سملاسي امریکایي جنرالانو د دې لپاره چې دازادۍ دغه اواز د یوازاد اولس د هر وګړي په کومي کې خفه کړي د تبلیغاتو بڼه یې بدله اوکانګرس ته یې په خپل رپوټ کې هغه نظام چې تر پرون پورې یې دوی د بریالیتوب نغاري ډنګولې ترټولوناکام نظام ور وپیژانده او د افغانستان لپاره یې په امریکایي پالیسۍ کې دبنسټیزو بدلونونو غوښتنه وکړه . دحیرانتیا خبره ده چې که دامریکانظام بدل شوی دی خوجنرالان اوپه ځانګړې توګه دامریکا د دفاع وزارت رهبري اوتشکیلات خو پرخپل ځای دي نو څنګه کیدای شي چې ترپرون پورې یې دافغانستان دموجوده نظام په اړه قضاوت یوډول اونن بیابل ډول دی . ښکاره خبره ده چې دا له افغان اولس سره د دوی دخواخوږۍ او همدردۍڅپې نه دي ، بلکې خبره داده چې دوی زموږ د اولس ارادوته نه تسلیمیږي ، دیوملت ازادي نشي زغملای . اوپه دې توګه غواړي داځل دافغان اولس واګې داسې څیري ته وسپاري چې نوربیاد دې توان ونلري چې دخپل اولس اراده تمثیل ، دافغان اولس برحقه غوښتنې په نړیواله کچه مطرح اودهغوی خپلواکي نړیوالوته منعکسه کړي ، چې دا په یقیني ډول ددوی ستره تیروتنه اوتاریخي اشتباه ده ، ځکه که دوی لږ غوندې هم د دې غیرتي اولس تاریخ وګوري ، د دې ملت کلکې اوپولادي ارادې وتلي، او دانګریزي او روسي ښکیلاک له برخلیک څخه پرده پورته اولږغوندې په غور یې مطالعه کړي ، نوښکاره ده چې د دې ملت ارادوته به تسلیم اوخپله سلامتي به هم تضمین کړي . ځکه دا هغه ملت دی چې په خپلوسرښندنو سره یې پرځان سربېره نورو اولسونو ته هم ازادي ور په برخه کړ ې او نږدې نیمایي نړۍ یې اوس هم مدیونه ده .

ښاغلي اوباما ته نری رنګ ) Ring) : ښاغلی اوباما! که غواړﺉ چې په رښتینې توګه خپل ملت ته نجات ورکړﺉ ، دخپل ملت په وړاندې دنړۍ داولسونو پر مخ زیاتیدونکې کرکه کمه او ورته دپای ټکی کیږدﺉ او دا تضمین کړﺉ چې په نړۍ کې دې هر امریکایي وګړی په امن کې ژوندوکړي نودملتونو درناوی وکړﺉ دهغوی زعامتونه ومنئ ، دخپلوګټوپربنا خپل تورلستونه سپین کړﺉ او د نړۍ اولسونه پریږدﺉ چې خپل برخلیک په خپله وټاکي ، داسې برخلیک چې دوی اوټولې نړۍ ته پکې دزیانونو پرځای ګټې نغښتې وي او دجګړ ې پرځای دسولې پیغام ولري ، یقیناستاسواونړۍ نیکمرغي په سوله اومتقابل درناوي کې ده .

ښاغلی اوباما! دبوټ خوړلي بوش په څیر جګړه دحل لاره مه ګڼئ، دهغه او د هغه دپلار پر پلونوپل مه ږدﺉ ، پوځونه مه زیاتوﺉ ، دنوروپه وژلوکې خپل بری اوخپلې ګټې مه لټوﺉ ، لکه څنګه چې دخپل اولس لپاره هرډول پرمختګ اوسوکالي غواړﺉ په نورو ملتونو یې هم ولوروﺉ او په هغوی باندې د بمونو د غورځولو پرځای د هغوی لپاره سوله اوامن وغواړﺉ او په دې توګه هم د خپل ملت هویت وساتئ اوهم د نړۍ دمستضعفو هیوادونو د ازادۍ اوخپلواکۍ درناوی خوندي کړﺉ، او د امریکا په معاصر تاریخ کې یو نوی باب پرانیزﺉ !