کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د روسیې د یوې ورځپاڼې په استناد لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د اوباما طرحې ناټو له یو سخت انتخابا سره مخ کړې .

ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي که څه هم د ناټو په غړو هیوادونو کې  په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه  عمومي افکار منفي دي خو هیڅ یو  هیواد نه غواړي چې په دومره ساده ګۍ سره اوباما ته نه ووايي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې کابل ته د ایران د ولس مشر د مرستیال په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې پرویز داؤدي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د افغانستان او د سیمې په ضرر وبلل.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کب د میاشتې په دریمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د کابل د خلکو په پاسون تبصره کړې او لیکلي دي چې دا پاسون نړیوالې ټولنې او پردي پالو ته د عبرت یو ستر سبق دې.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پولنډ کې د ناټو ددفاع د وزیرانو په غونډې تبصره کړې او پدې ترڅ کې له دې غونډې نه د افغانستان غوښتنې څیړلي دي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې  د والسټریټ ژورنال د یو رپورټ پر بنسټ لیکلي دي چې د پاکستان په قبایلي سیمو هوايې حملې د سي آې اې او د آې ایس آې ترمنځ د پټ ټړون له مخې کیږي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې لیکلي دي چې د افغانستان ددفاع د وزارت او د ناټو د ځواکونو ترمنځ په هیواد کې د عامه  خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره شوې تړون باید عملي شي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو د یو قومندان په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې یو ستونزمن کال په وړاندې لري.

ورځپاڼې ددغه قومندان په نقل وړاندې لیکلي دي چې په افغانستان کې شته ستونزې یوازې په پوځي لاره نشي هواریدلې بلکه سیاسي لارې چارې هم باید وڅیړلې شي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي هغه اندیښنه هم راغستې چې  د سوات په سیمه د طالبانو د تسلط په اړه يې څرګنده کړې او لیکلي دي چې واشنګټن پدې اړه د پاکستان له پوځي او جاسوسي ادارې سره په خبرو بوخت دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغانستان د ملي اردو د وړتیاو په لوړولو تبصره کړې او لیکلي دي چې له دې سره د هیواد امنیتي اړتیاوې پوره کیداې شي.

خو اصلاح بیا په کابل ښار کې د هوا د ککړیدو مسله راغستې او لیکلي دي چې د هوا ککړتیا ژورې اندیښنې ځیږولي دي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د ناټو د عمومي منشي په حواله لیکلي دي چې د ناټو مهمه دنده د افغان حکومت او د هغې د مخالفینو ترمنځ پخلاینه ده.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د هغه په نقل لیکلي دي چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو لپاره باید په ملکي برخو کې زیات کار وشي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د راې ورکوونکو د نوم لیکنې په پروسې تبصره کړې او لیکلي دي چې په نیمروز ولایت کې  په زرګونو کسان له نوم لیکنې نه پاتې دي.


او د کابل ټایمز انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د شتو ستونزو د هواري لپاره د سیمه ایزې همکارۍ په مسلې تبصره کړې او هغه يې د ثبات د  ټینګښت لپاره مهمه بللې ده.

او دې ورځپاڼې هم د کب د میاشتې په دریمه نیټه د پخواني شوروي اتحاد د پوخي یرغل په وړاندې د کابل د خلکو په پاڅون تبصره کړې او هغه يې د یرغلګرو لپاره ټکان ورکوونکې  بللې.