کور / تازه خبرونه / سوات : د امن دجرګې غړي ديولئ ته روان سو

سوات : د امن دجرګې غړي ديولئ ته روان سو

له كولانا صوفي محمد سره د خبرواترو دپاره د سوات د امن دجرګې غړي ديولئ ته روان سوي دي

د شمالي پښتونخوا د ناكراري ولسوالۍ سوات  د امن د جرګې غړي د تحريك نفاذ شريعت محمدي له مشر مولانا صوفي محمد سره  د خبرواترو دپاره د سوات ولسوالۍ د كبل تحصيل  ديولئ سيمي ته روان سوي دي

 د دوي تر منځ به په سوات كې د تلپاتي امنيت او راتلونكې تګلاري په اړه خبري كيږئ

له هغه وروسته به د تحريك نفاذ شريعت محمدي قافله له ديولئ څخه شاه ډېرائ ،شموزوئ ،لنډاكۍ او بيا بيرته د مېنګوري ښار ته تګ كوي

 د تحريك نفاذ شريعت محمدي وياند اميرعزت خان ويلي دي چې د دې تګ مخه د سيمي د خلكو له ذهنونو څخه د وېري كېفيت لري كول دي

هغه زياته كړي چې دغه قافله به تر هغو په سوات كې ګرځي راګرځي چې تر څو دلته مستقل امن نه وي راغلى