کور / سياسي / افغان جګړه او د پاکستان ګټي

افغان جګړه او د پاکستان ګټي

ټول افغانان په دې عقيده ؤو او دي چې افغان جګړه، په ځانګړې توګه د نجيب الله د حکومت تر رانسکورېدو وروسته شخړې، د پاکستان د لاس وهنو نتيجه ده.  دا جګړې چې لوبغاړي يې په بېلا بېلو پړاؤونو کې نوم او رنګ بدلوي، خوسرچينه او نخښه یې هماغه يوه ده.

د عصري وساېلواو روزلو سړو ددرلودلو سره سره د نړۍ والو ايله شک قدرې پيدا شو چې ګوندې هغه ثبت شوي مخابرات چي د ورانکارو عملياتو په هکله د آي-ايس-آي د افسرانو تر منځ او همدارنګه ددوي(آي-ايس-آي) او په افغانستان کي د جنګېدونکو جنکیالو تر منځ تبادله کېږي، دا ښئيي چې په دې يا هغه پېښه کې د آى-ايس-آى د افرادو لاس دى.  خو په دې کې شک ښئيي چې دا افسران د ټيټې رتبې دي، که د لوړې، يا منځنۍ؟  او دا چې دا به د جنګيالېو سره د دې افسرانو ځاني خواخوږي وي او که د يوې استخباراتي ادارې دمامورينو په توګه به ورسره د پاکستان د پوځي استخباراتو ايم-آي \ آى-ايس-آى اراده هم شامله وي که نه؟

عجيبه ده!  يو رسمي مامور، هغه هم دداسې يوې جهنمي ادارې چې د خپلو مامورينو خبرې ا وکړنې د تقاعد په وخت کې هم کنترولوي او که ددې ادارې له پاليسېو سرغړاوى وکړي، په مرموزه توګه ترور او وژل کېږي، څنګه کولای شي په رسمي وخت کې، په استخباراتو پورې په اړوندو وسائيلو او د همدې استخباراتو په بودجه هغه څه و کړي چي يا پرې ايم-آي \ آى-ايس-آى خبره نه وي او يا يې دهغې د اجراء امر نوي ورکړى.  که ايم-آي \ آى-ايس-آى د خپلو مامورينو حرکات او سکنات په شخصي وخت کې څاري، نو دا دومره لوی او وېـړ جنګ يې څنګه څوک د مشرانو د خبرتيا، ارادې او پلانيزه تصميمه پرته پر مخ وړلی شي؟  پخپل کور کې د سوېلي پښتونخوا د مشر، خان عبدالصمد خان الوزول، د سټېج په سر دخبرو په دوران کې په بم د حيات شېر پاو قتلول، د ضياءالحق او ورسره د ٧٢ لوړ رتبه فوځي افسرانو او جنرالانو(او د امريکي د سفير) وژل، د مرتضى بوټو ويشتل، دهغه د دؤو نورو ورونو او بالاخره د بې نظير بوټو له منځه وړل، په وزيرستان، باجوړ، سوات او خيبر ايجنسۍ کي د قومي مشرانو ترورونه او اوس د مُلا مار (مُلا وژونکې) پارټۍ په واسطه د ديني علماؤو وژل دداسې په لس ګونو قتلونو له جملې يوازې د خروار نه د بېلګې يو موټى دى چې کله ورته د ددغې استخباراتي ادارې ضرورت ختم شوى او د څه قسمه رسوايي، فکري خپلواکۍ يا بله وېره ترې متصوره وه نو د پاکستان د داخل خدمت څارګرو په لاسونو تر سره شوي دي.  داسې چې حتى بيا يې د حکومت مشرانو د قتل ددوسيې پلټني ته هم ددې وېرې زړه ندى ښه کړى تر څو له ورته برخليک سره مخ نه شي.  غلام اسحق خان د ضياءالحق خېـښ او نږدې دوست ؤ خو دومره ګواښل شوى ؤ چي د خپل جمهوري رياست تر آخره يې آن د ضياءالحق د قتل ددوسيې ياد قدرې هم و نشو کړاي.


دا اوپه داسې نورو ډېرو مشهورو ملي، سياسي روحاني، او پوځي وګړو خاورې اړول څه خوشې خبره نده.  دا د پاکستان د حکومت په کالبـُد کې د پوځي څارګرۍ د ادارې د پليتې اروا هغه شېطاني چلند دی چي په داسې لوېو لوېو پېښو د تيګو ايښودلو ځواک لري.  حتى هېڅ عدلي او قانوني ادارې يې د دوسيې د بشپړولو اقدام و نکړ او هر څه هم هغسې د راز په صيغه کې پاتې شول.   تاسې د مولانا حسن جان ترور ته و ګورۍ، چې څنګه د ايم-آي\ آى-ايس-آى له پاليسۍ خپلسري شو، نو انجام ئي قتل شو.


د په لس ګونو افغان سياست والو، پوځيانو او ملي مشرانو د قتل د پوښتنې خو په داسي د اختناق نه ډک پردي وطن کې سوال نه پيدا کېږي.


عبدالقدير خان د محاکمې د وېرې بس همدومره وويل چې کوريا، ايران او چا او چا ته ما داتوم د جوړولو فورمولې او سنټرفيوژونه نه دي ورکړي، دا پروېز مشرف او د پاکستان پوځ ورکړي، په هماغه ورځ نظر بند شو ا و د پاکستان د اتومي ادارې او د اتومي را کړې ورکړې په هکله له خبرو کولو منع شو.  ځکه چي دا معامله هم آي-ايس-آي کړي ده او که له دې زيات عبدالقديرخان څه وويل، نو څه د ضياءالحق نه خو ښه ځوان ندي او نه د ضیاءالحق نه ډېر ځواک او زور لري!

په دي دومره لوي اعتراف نړۍ والو غوږونه کاڼه کړل.  د دې نه هم بل لوی اقبال جرم کېدای شي؟  بس خو و یې منله چې مونږ دې پورته یادو ملکونو ته اتومي ټکنالوجي او فورمولې ور کړې دي.  شمالي کوریا او په تېره تېره ایران ته،  چې د ځمکې په مخ د امریکا د حکومت یوازینی نه پخلا کېدونکی دښمن دی، د اتومي بم د صلاحیت ور کول څنګه زغمل او بخښل کېدای شي؟  په عراق په درواغو د اتوم په نامه حمله کوي، پوځ يې له منځه وړي او ملک يې دړې وړې کوي خو پاکستانى اتوم جوړونکى پخپله اعتراف کوي چې پاکستان چا چا ته اتوم ورکړی، حتی په ترهګرو وګړو (په ترهګرو ملکونو خو یې و پلورله) د پاکستان د اتوم پلورلو امکان او ويره نسبت بل هر ملک ته ډيره زياته ده او امريکا تر بل هر چا په دې حقيقت ډېره ښه پوهېږي.  مګر د ځمکې د مخ دې بې انصافه یوازیني قاضي په غوږونو څپېړې وا چولې او شا يې ور واړوله؟! ته به وایې چې نه یې څه اورېدلي او نه یې څه ليدلي!  عجيبه عدالت او عجيبه انصاف!؟

له بلې خوا هلته په منځني ختيځ کې هره ورځ د امريکا په وسلو او د اسراییلو په لاسونو د بې ګناه فلسطينیانو وژل دوام لري خو نړۍ وال، په سر کې یې امریکا د دې مظلومانو وينو ته د انساني وینې په ارزښت ندي قایل، دا څنګه ملګري ملتونه دي او دا څرنګه د امنیت شوری ده؟  دا څنګه د بشر حقوق دي او دا څنګه د نړۍ وال عدالت محاکم؟

د ترهګرۍ د یو ستر عمل جرمي دوسییه، په ترهګر هېواد د اتوم بم خرڅول، بس د پاکستان په همدومره صفایی چې ګوندې عبدالقدير په خپل جرم اعتراف کړی او د پاکستان له حکومته یې بخښنه غوښتې، تړل کېږي!

آیا دا جرم یو فردي جرم دی که حکومتي؟  دا د پاکستان پخپله اصطلاح ریاستي تروریزم دی او په دې ارزي چې مرتکب حکومت پرې محاکمه شي. خو څوک شته چې له پاکستانه و پوښتي چې ته څنګه او په کوم مجوز د ټول بشریت په وړاندې ستا پخپله تر سره کړی جرم په یوه فرد پورې  تړې او بیا یې پخپله ور بخښې؟  بس شولې یې هم خپلې دي او پروړې هم!

کله چې د پاکستان د لاس جوړه تروریستي یوه ډله یا ډلې رسوا شي، د امنییت شوری (چې د امریکا پرې انحصار دی، د پاکستان سره په یوه مرموز جوړ جاړي) لا په تور لېست کې نه وي نيولی چې پاکستان ور ته بیا نوم بدل کړی او هماغه تنظیم او هماغه څېرې په نوي نوم او حېرانونکي عسکري نظم او لا ښه جنګي وسایلو او تر پخوا په مضبوطو تخريبي امکاناتو زوړ مِشن پر مخ وړي.  او د نړۍ خپلسری قییم یې هم ور سره مني!  آیا د نوم په بدلولو نړۍ ته د تروریزم د صادرونکو مجرمانو ګُناه بخښل کېدای شي؟  آیا د ډلې د نوم په بدلولو د هغې افراد د پخوانو جرمونو د تکرار جواز پېدا کولی شي؟  آیا که دا نوم هم رسوا شي، دا مجرمین بیا به حق و لري چې د نوم په نوي کولو عین جرمونه تکرار کړي؟

د پاکستان او اسرائيل په هکله د نړۍ د واکدارانو له دوه مخي سلوکه داسې معلومېږي چې که هغه يو د منځني ختيځ نازولى دى، نو دا بل يې د جنوبي آسيا!؟  بس چي دا يو دلته هر څومره افغانان او کشميریان یا هندیان وژني، وژني دې یې، خير دى او چې هغه هلته هرڅه کوي، کوي دې يې.

دلته او هلته ماشومان، ښځې، ضعيفان او بې ګناه ځوانان پر له پسې بې ګناه- بې خطا پخپلو وينو لمبول کېږي، لس ګونه کلونه دا بېرحمانه قتلونه دوام کوي، زرګونه معیوبان، کونډې او یتیمان سر او مخ وهي خو نه هلته انساني ضمیر شته او نه دلته اسلامي او بشري وجدان او عاطفه چې ووایي بس دی، که بې ګناه انسانیت وژل ثواب وي هم همدومره بس دی او که عذاب وي هم.  آخرد ملايکو د (اتجعلُ من یفسدُ فیها و یسفک الدماء‌) څخه هم حیا نه ور حي؟  آیا ځان د دې آیت مصداق نه ګڼي؟ آیا د دې ټولې ځمکې حکومت دومره قېمت لري چې څوک یې حتی د یو واحد انسان د وينې په بیه واخلي؟

سړی حيران شي چې آخر ددې نازولتوب راز په څه کې دى!؟


د لارښودل شوي او په کمپيوټر له اداره کېدونکي اتوم بم نه بېرته راگرځو خپل ساده جنګ ته،  د ولسي ګڼو گوڼو ترمنځ ځان وژونکو حملو ته، په سرکونو موټر بمونوته، د غير نظامي مامورينو اعدامونو ته، د خارجيانو پريښودلواو د افغانانو وژلوته، د معلمينو زندۍ کولو او مُـثـله کولو ته، د مکتبونو، کتابونو او شفاخانو سوزولوته، د سرکونو د جوړونکو کارګرانو چانماري کولوته، د پلونو الوزولو ته،… په ودونو او جنازو بمبارېو ته، په کورونو او حريمونو ور ختلو ته، په خپل کټ او بستره کي په خپلو وينو لمبيدلو ته، په … تيريو ته، په ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو کي بي ګناه- بي خطا کلونو کلونو بند تېروله ته، او ددې ترشا بې درېغه کونډو، يتيمانو، معيوبینو او په لس ګونو نورو بد مرغيو ته:


د خندا خبره ده! څنګه کېداى شي هغه تراړې ته ، چې د دواړو خواوو نه شاوخوا ددوه لکو پورې داسې عسکرو کلا بنده کړي چي سپوږمکئ، هيلې کاپټړې، جنګي جيټ، بي٥٢، پياده او سواره سړي، زوروره توپچي قوه، دکروز غوندې لار ښودل شوي توغندي، بې پيلوټه جنګي الوتکې، دترصد قوي وسايل او په زرګونو مخبران لري، هم ورته په زرګونو شپېلۍ عصري وسلې راورسېږي، هم په کې په لس ګونو ټنه غټې او وړې ګولئ او بارود را و خوټېږي، هم دې ورته په ډلو ډلو سرتېري د دنيا د بېلابېلو ګوډونو راتوئ شي، هم دې پري په لکونو ډالر را و ورېږي؟!  اخر پدې وروسته پاتې او بدوي خلکو کې دومره بانکونه يا د حوالې کاروباريان چرته دي چي د جنګ د لګښت بي خرتو پېسې پرې ورته رانقل شي، د دنيا سره د دوئ د ځمکني يا هوائي تړون ترانسپورت دلته کوم دى چې دا بې شمېره جنګیالي پرې راشي؟!  دلته خو د وسلو ګوليو او باروتو فابريکي هم نشته چې دا ياغيان پرې دومره درندې او اوږدې جګړې وکړي چې افغان حکومت ورسره د ډزيدلو نه عاجز شي او ولسوالۍ ورته په داسې حال کې پرېدي چې په درجنو سړي يې  مړه شوي وي!  دا په ټنونو باروت چي په يوه يوه موټر بمب حمله کي کاريږي، دا په لس ګونو کيلو باروت او چرې (د اوسپنې ټوټې) چې په يوه يوه ځانمرګي حمله کې استعمالېږي او دا په ټنونو باروت چي د يوه يوه پُل د الوزولو لپاره لګي، د ا له کومه راځي؟  په قبائيلو کي خو ددي شيانو چيني هم نه را خوټيږي (آن په سويلي او جنوبي پښتونخوا هم د داسې وسلو او ګوله بارودو د فابريکو اعتبار ندې شوى) نو بيا دا هر څه څوک او څنګه را وړي؟  د دې جنګي وسلو او تاکتیکونو ښوونکي او روزونکي له کومه کېږي؟  د دې جنګ د هغې خوا زخمیانو او نورو ډول ډول ناروغانو ته عصري او ګران بیه درملنې څوک چمتو کي؟

د پنجاب او سند په ښارونو کې د پوځي روزنې لپاره جوړې شوې تش په نوم دیني مدرسې خو به پرېدو، آیا په هوا کې د امریکا او غرب الکترونیکي سترګې او په زرګونو پاکستاني سرونو پورې نښتي د امریکا په بیه اخیستل شوي غوږونه هم د مانسهرې او مظفرآباد د ملکي ترهګرو د روزنې مرکزونه نشي موندلای؟

ويښ او څک عسکر صدام حسېن په ٣٠ ګزه اوږده او څومره ژوره سوړه کې ليدلاى او نيولاى شي خو يو څو مات- ګوډ، ويده تور غوږي نشي نيولاى؟  دا څنګه عقل دى چې ځان پر دې جاهلانه توجېهاتو تېر باسي؟  او دا څنګه شعور دى چى په دې متناقضو تګلارو سوچ نشي کولاى؟


پرې به ږدو چې لوستونکي په دې پوښتنو سوچ وکړي.


نړۍ وال خو ړانده ندي ، ډېره پرمختللې معلوماتي ټېکنالوجي او جاسوسان لري حتى د لاس وهوونکو په منځ کې هم، خو چې دوئ هر څومره مستند شواهد ولري، يا افغانان شور او زوږ جور کړي، د پاکستان په يوه انکار ټولي مداخلي له نظره وغورځېږي.  هغه هم د هغه خارجه وزارت په انکار چې پخپله د ايم-آي\ آى-ايس-آى په اشارو چليږي او د مداخلو په کولو او بندولو کې هیڅ ډول مستقل رول نشي لوبولای؟!


او که دا هوښيار ساده ګان په دې نرمو الزامونو د پاکستان اعتراف غواړي، چې نه یې غواړي، نو هېڅکله به يې تر لاسه نه کړي چې همدا د دوئ ستر حماقت دى او همدا حماقت به د پاکستان په وړاندې د نړيوال فوځ، چي مشري يې امريکا او ناټو کوي، د ماتې لامل شي.  په موجوده مداخلو اعتراف که د افغان موجوده حکومت په دوره کي نا ممکن نوي، نو ډېر ګران به ضرور وي.  او که پاکستان مجبور شي چې په خپلو لاسوهنو اعتراف وکړي نو بيا به ددعوې پيل زمونږ د حکومت له سرخيلو او د کابيني له غړو و کړي.  ددوي د روزلو، وسله وال کولواو افغانستان ته د را ليږلو اقرار به و کړي، شواهد به  هم ورته و لټوي.  او چي خبره دومره رسوائي ته ورسېږي نو بيا به زمونږ حکومتي مشرانو ته څه پاتې شي؟

زمونږ په چارواکو کي  داسي اشخاص هم شته چي که د امريکا په وړاندي له خپل وجاهت نه استفاده و کړي او د ايم- آي تور تصوير سي- آي- اي ته وړاندي کړي او د هغه نا جايزه استفادو نه ئې خبر کړي چي د امريکا او غرب له مرستو ئي هم د افغانستان او هم د دوي، په ځانګړي توګه امريکا ،په خلاف کوي، نو دا مداخله به هم ختمه شي او دا لانجه هم.

خو زمونږ حکومتي مشران دومره په مرفه او مجلل ژوند، ساعت تېرۍ، چکرو، مزو، د ځوانۍ په یادونو تازه کولو، د سرمايې په ټولولو، د کورونو او جایدادونو په اخیستلو، او په سمتي او ژبنېو سليقو کې نښتي دي چې د دې خبرې سپیناوي ته اصلاً وخت نلري.  واقیعیت دا دی چې ملي مسایل دوی ته ثانوي حیثییت لري، د دوی لومړۍ ترجېح د را تلونکې د بـِلیونر او له هغې په ګټه اخیستنه د یوه کاملاً کاذب سیاسي شخصیت په توګه تبارزِ او له دې لارې د ولس د مزیدو وینو څښل او لا زیات د خپل حرام فزیکي او سیاسي وجود پړسول او لوړول دي.

دا سمه ده چې پاکستان د امريکا او غرب له هغه ارادې، چې د دې سیمې لپاره د نوی نړۍ وال نظام په نوم د نوو وړو وړو ملکونو د جوړولو کوم پلان لري چې له قومي جوړښته ونج اخلي، او غواړي دا پلان د همدې سيمې د حکومتونو او ډلو په خپلو لاسونو د همدوی په ضد پلی کړي، ښه خبر دی، خو پاکستان نه غواړي هره بلا پرې په پټو سترګو را شي بلکه په ډېر مهارت او شیطانت يې ځان دومره ساده کړی چې ځان یې د دې جنګ مرکزي لوبغاړی جوړ کړی او دا جنګ داسې چلوي چې ګویا په هیڅ نه پوهېږي او په ډېره ساده ګۍ خپلې ریښې پخپله غوڅوي.  په داسې حال کې چې حقیقت د دې په خلاف دی.  پاکستان اصلاً د دې جنګ ابتکار ورو ورو په لاس کې اخلي او له هغې وسلو، وسيلو او پیسو، چې په حقیقت کې د سيمې د نقشې د تغیر، په ځانګړې توګه د پاکستان د وړولو لپاره ور کول کېږي، د ځان د غټولو او غزولو لپاره د نړۍ والو د پلان د متوقعه نتیجې په خلاف کار اخلي او که نړۍ هم همداسې د پاکستان په درواغو او درواغجنو وعدو حساب و کړي، او خپلې ټولې هګۍ په هم دې یوه ټوکړۍ کې کېدي، نو یوه ورځ به و ګوري چې ټولې نړې، د CIA‍ او NI5 په شمول، د ISI/MI په وړاندې ماتې خوړلې.  دتوقع په خلاف دنیا وړه شوې او پاکستان پړسېدلی خو بیا به ډېر ناوخته وي او نړۍ به د تجدید نظر وخت و نلري.

افغانان چې په ټولو حواسو د پاکستان نا اعلان شوې جګړه محسوسوي او هره ګړۍ ترې متضرر کېږي، د شاهد او ثبوت په توګه نړۍ والو ته کافي دي چې پر گواهۍ يې پاکستان د دې جنګ پړ وګڼي او داسې يې غوږونه تاو کړي چې بيايې تر مرګه ياد وي.

خوداسې معلومېږي چي د نړۍ واکدارانو د پاکستان په مداخلو پخپله ځانونه ړانده کړي وي او وخت ورکوي هغه لوبه چي سترو طاقتونو پيل کړې، سرته ورسېږي.  خو د نړۍ مشرانو ته دا ياد لرل په کار دي لکه څنګه چې ترهګر د پاکستان له ورکړو وسلو څخه کله نا کله بېرته د پاکستان په ضد کار اخلي، او ورځ په ورځ د وسلو ددي غير متوقعه استعمال ګراف لوړېږي، (آخر هغوي هم انسانان دي گوري چي په کوم څه پسې چې دوي په غرونو اوړي، هفه همدلته نږدې په پاکستان کي هم ډېر دي نو بيا ولې دا اسان جنت نه؟) په همدي ډول پاکستان هم له دې وسلو ډېر پخپله نفعه، په افغانستان او هند\کشمير کي او لږ د تروريزم ضد! ائتلاف د ګټي لپاره کار اخلي.

نوربيا….