کور / تازه خبرونه / په لكي مروت كې چاودنې څلورتنه وژلي

په لكي مروت كې چاودنې څلورتنه وژلي

ډېره اسماعيل خان ته نژدې د لكي مروت په ولسوالۍ كې يوې چاودنې څلورتنه وژلي دي

د شمالي پښتونخوا د لكي مروت په ولسوالۍ كې  يوې چاودنې هغه مهال څلور تنه وژلي چې موټر چلونكي په خپل موټر كې ځاي پر ځاي كړي چاودونكي مواد الوزولي دي

ويل كيږي چې يو سپين رنګى موټر د لكي مروت د مروت كينال ته نژدې سوى او يوه درنه چاودنه يې كړې ده چي له امله يې څلور تنه وژل سوي دي

پوليس وايي چې امكان سته چې په دې موټر كې  يو ځانمرګى و چې كوم خاص ځاي ته يې تګ غوښت