کور / تازه خبرونه / دترهه ګر په نوم دپښتون قام دبدنامه كېدو هڅه كيږي،پښتونخواميپ

دترهه ګر په نوم دپښتون قام دبدنامه كېدو هڅه كيږي،پښتونخواميپ

دپښتونخوا ملي عوامي ګوند يوځل بيا په ډاكه كړه چې دترهه ګرو په نوم دپښتون قام دبدنامه ولو هڅه كيږي . ددغه ګوند دجنوبي پښتونخوا ايالاتي مشر عثمان كاكړ په كراچي كې ده يوې غونډي پر مهال وويل چې پښتانه ترهه ګر نه دي او روانه جكړه پر پښتون قام تپل شوې ده . ده په پاكستان كي دسولي يوازينۍ لاره ټولو قامونو ته دپوره حق له وركولو سره وتړله او ټينګار يې وكړ چې له پښتون قام سره په پاكستان كي دموراومېرې چلند كيږي .

  دكاركوونكو روزنيز سيمينارته عثمان كاكړ دا هم وويل چې پښتونحوا ميپ به دپښتون قام دازادي لپاره له هيڅ ډول قرباني څخه ځان ونه سپموي.

غونډي ته دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دسند ايالت ايالاتي مشر حكيم خان مندوخيل دخپلو خبرو پر مهال دپاكستان اوسنى حكومت په دې تورن كړ چې دولي ساتنه نشي كولاى.