کور / راپور / مېرمن كلتوري ټولنيز بهير- بلخ ۱۱مه غونډه وكړه

مېرمن كلتوري ټولنيز بهير- بلخ ۱۱مه غونډه وكړه

مېرمن كلتوري ټولنيز بهير – بلخ په يوولسمه غونډه كې د بهير يو بلې غړې هم په لنډې كيسې ليكلو پيل وكړ.

دغه غونډه د كب په لومړۍ نېټه، په مزارشريف ښار كې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې د دفتر، د مومند بابا ادبي بهير د اوونيزو غونډو په خونه كې وشوه.


غونډه د طيبې مقدس لخوا د قرانكريم په څو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې جميلې ګران تر سره كولې.


د غونډې كوربه طيبه مقدس او مېلمنه مېرمن ګران ( د جميله ګران مور) وه.


د تېرې غونډې راپور راضيه ګران ولوست، چې د ګډونوالو له خوا يې متن خوښ كړاى شو خو په ويلو كې يې د راضيې ټكنيتوب ته اشاره وشوه.

د تېرې غونډې د راپور لوستلو څخه وروسته د راضيه ګران په غزل كره كتنه پيل شوه.

غزل :

اوښكې مې له سترګو رابهېږي بيا

ګريوان مې له اوښكو نه لمدېږي بيا

په رښتينې دنيا خو دې نه وينم

په خوب كې مې اشنا كله ځلېږې بيا

ړندې شوې لېمې مې ستا په بېلتانه كې

تركله به په هجران كې اوسېږې بيا

بې ځايه شو زړه مې ستا د نوم په اورېدو سره

اې زما ناكراره زړه تر څو به ته كړېږې بيا

خپور شو دمينې غږ مې په  نړۍ كې

ته زما د منيې غم نه كله خبرېږې بيا

مخ دې شو بل چاته او څټ دې شوې ماته

ته د خپل كړو وړو نه يو وخت به شرمېږې بيا


د بهير څارونكي ذبيح الله احساس د غزل د لومړي بيت په ستايلو په كره كتنه پيل وكړ. نوموړي د شاعرۍ په پيل كې د قافيې او رديف پېژندنه د يو شاعر لپاره ستره خبره وګڼله او زياته يې كړه چې راضيه هم د لومړي شعر ليكلو پر وخت له قافيې او رديف سره اشنا ده.

خو ويې ويل چې لا هم د سيلابونو په پېژندنه  او د پښتو ليكدود په ياګانو كې ستونزې لري.

د هغه په وينا د ياګانو د نه پوهېدنې له امله يې د شعر قافيو ته زيان رسېدلى دى.

احساس وويل چې د لومړي بيت د قافيې ياګانې په ((ي)) او د پاتې بيتونو په ((ې)) ليكل شوي ، چې د غږ د بدلون له امله يې قافيه زيانمنه كړې ده.


قمر نوري هم په شعر كې د سيلابونو زياتوالي او كموالي ته اشاره وكړه هغې د غزل د دويم بيت د سيلابونو د پوره والي لپاره د بيت لومړۍ نيم بيتي ته داسې بدلون وركړ:

((په رښتينې دنياګۍ خو مې ونه ليدې)) چې د ګډونوالو لخوا يې نظر تايد شو.


د كره كتنې په پاى كې احساس راضيه په راتلونكي كې د بهير يوه تكړه شاعره وګڼله او د شعر په قافيه، رديف، سيلابونو او د پښتو ليكدود په ياګانو لنډ يې معلومات وړاندې كړل.


ازاده مشاعره قمر نوري په خپله لومړۍ ليكل شوې لنډې كيسې پيل كړه.

وروسته طيبې مقدس د هوا تر سرليك لاندې نثري ټوټه، زهرا كاكړ پښتو ته ژباړلې د ماشومانو كيسه (اورلګيد خرڅونكې نجلۍ) واوروله، ذهره ساپۍ لنډ نثر، او جميلې ګران خپل شعر ولوست.


د راتلونكې غونډې لپاره د طيبې مقدس نثري ټوټه كره كتنې ته غوره شوه.

غونډه شاوخوا يوه بجه په دعا پاى ته ورسېده .