لوګر : د امريکايکانو پرضد سخت لاريون روان دئ

د لراوبر اداره | فبروري 21st, 2009


دکابل لوګر په لوګر ولايت په لويه لاره دامريکايانو دهغه  عمل په ضدر لاريون رو ان د ي کو م چې د محمد اغي  ولسوالي له مربوطاتو څخه يې تيره شپه پنځه بيګناه افغانان بيولي اويوتن يې په شهادت رسولى دي.

 لاريون کوونکي چې شميره يې دوه زرو کسانوته رسيږي دامريکايي ځواکونوپر ضدلاريون کې دهغه بيګناه افغانانو دخوشي کيدوغوښتنه کوله کوم چې تيره شپه ددغه ځواکونو لخوا بيول شوي دي .

لاريون کوونکي دامريکايانو داعمل هم سخت وغانده چې په توره شپه کې دخلکو کورونوته ورځي او بيګناه کسان ياوژني اويايي هم لاس تړلي کورونوته وړي .

 قهرجنو لاريون کوونکيو دسړک پرسر دموټرو ټايرونوته اورونه اچولي  اوله ورايه ښکاري او تورو لوخړو يې ډير ې سيمې نيولي دي .

لاريون کووونکيو چيغې وهلې چې  تېره شپه د لوګر دمحمداغۍ ولسوالۍ له دهنو کلي څخه امريکايي ځواکونو پنځه تنه له ځان سره وړي دي

عيني شاهدان وايې چې له لاريون کوونکيو سره کوتک،کلاشنکوفونه او حتى يو_ يو راکټ هم لېدل کېږي خو تراوسه وسله نه ده کارول شوې .

که څه هم ولسمشر کرزي اوبهرني ځواکونه وايې چې دشپې لخوا به دخلکو کورونوته له ورتلو اودخپل سري توګه دعملياتومخنيوي کوو اودابه نورنه تکرراريږي ولې  داپه داسې حال کې ده چې هره شپه او هره ورځ ليدل کيږي چې دپلازميني کابل ته نيږدې اوپه لري پرتو ولايتونو کې دغه شان پېښې رامنځ ته کيږي .

امريکايان بيګناه انسانان وژني کورونه يې نړوي او دروازو کې ورته بمونه ږدي .


Copyright Larawbar 2007-2024