کور / تازه خبرونه / بل كلينټن: افغانستان په ويټنام بدلېږي

بل كلينټن: افغانستان په ويټنام بدلېږي


د امريكا پخوانى ولسمشر بيل كلينټن وايي: ((ليري نه ده چي افغانستان د باراك اوباما په ويټنام واوړي.
كه اوباما هغه څه كول غواړي چي انګرېزانو يې په ۱۹ – مه پېړۍ او روسانو په ۱۹۸۰ يمو كلونو كي د ترلاسه كېدو هڅي كولې، نو دا هيواد به امريكا ته يو بل ويټنام جوړېږي، چي زه نه غواړم دغسي پېښه سي)).
ښاغلي كلينټن د سي اين اين ټلوېزون سره په يوه مركه كي وويل: ((كه پوښتنه دا وي چي افغانستان په ويټنام بدلېداى سي، زما په نظر په تيوري كي امكان لري، خو زه فكر نه كوم چي دغسي دي وسي، ځكه هغه (اوباما) زموږ تر ټولو چالاكه جنرال (پيټريوس) پيدا كړى دئ، همدا راز يې د معاصر وخت كامياب ډيپلومات ريچارډ هولبروك موندلى دئ، چي پر پوځي او ډپيلوماتيكه ستراتيژي باندي كار ورسره وكړي، او له هغوى سره بيا د بهرنيو چارو د وزيري هيلاري كلينټن او د دفاع د وزير رابرټ ګېټس له خوا ټينګه مرسته كېږي.
زما په فكر دوى پوهېږي چي افغانستان تل د بهرنيو هيوادونو آرزوګانو ته د مار د يوه ناپايه غار حيثيت لرلى دئ، دا هيواد يو ډېر غټ عسكري قوت دئ، زيږه خلګ يې دي او هيڅ امكان نه لري چي پر هغوى لاسپوڅى حكومت وتپل سي)).

تبصره نسته

  1. دتودو سلامونو په ویلو سره ټولو لوستونکو ته دا خو یوه معلومه خبر ده چه د ظلم کاسه نسکوره ده،خو آرمان خو دا دی چه زمونږ خپل د پردیو مزدوران به خپل وجدان ته څه ځواب ورکوی.

  2. ۲۲ـ۰۲ـ۲۰۰۹ په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیـــه،جـــدي غوښتنې او هیلـــې

    بسـمل

    نن د جرمني په مونشن ښارکې زموږ دکولتوري ټولنې غړو د یوې بېړنۍ غونډې په ترځ کې د نړیوالوسیاسي لوبې او د دوی د خپلې خوښې پټې ، نامشروع اومبهمې معاملې وغندلې مو ږ د خپل ګــران هېــواد ناڅرګندې راتلونکې ته ډېر اندېښمن یو زموږ بحث د دریو ګانټو لپاره په لاندې مسلوباندې راڅرخېده :

    نږدې اته ۸ کاله کیږي چې دنړیوالو زورورو د پوځي اوسیاسي حضورسره سره زموږ دهېوادبرخلیک دلوړ په ځای د ځوړ په خوا روان او جګړه په لوی لاس اوږدیږي، داسې ښکاري چې زموږ د خـاورې په ســر له ایران او ځینو نورو هېوادونو سره پټې معاملې روانې دي که داسې نه وي نو ولې نړیوال په تېره بیا امریکا دایران په بربنډولاسوهنونه تنها چې سترګې پټوي بلکې لا یې لاسوهنوته هڅوي چې بېلګې یې ایران ته دامریکاد پوځي او دیپلوماتیکو کړیو له خوادافغانستان په اړه د یو نړیوال کانفرانس د ګدون پرله پسې غوښتنه ده.
    ولې دهرات پخواني والي انوري د شعیه مذهبو په نوم داسلام قلعه ډېرې مهمې ځمکې دایران سپاه پاسداران او په ځانګړې توګه هزاره وروڼو ته ورکړې دي ؟

    ولې ایران دڅلوروسوومیلیونو ډالرو په بیه درېلګاډي دپټلیولار د افغانستان شمالي برخو ته تر اســلام قلعه پورې را ورسوله که هدف ورڅخه نظامي، سوق الجیشي امتیاز او په نهایت کې دافغانستان ټوټه کېدل نه وي نو ولې یې دافغانستان په سهیلي برخه د پټلۍ استقامت ور نه ووست ؟
    که ترکاسه لاندې نیم کاسه شتون ونه لري نوولې د۲۰۰۸ کال دجون میاشتې په قراردادکې دبهرنیو چارو وزیر
    ډاکتر سپنتا داسلام قلعه دپولې په ځای دافغانستان داسلامي جمهوریت پوله لیکلې ده ؟

    ولې دافغانستان په درې ګونو قضائیه، مقننه اواجرائیه قواوکې دهېوادپالو پر ځای ایران پالي برلاسه شول ؟
    ولې زموږ کوچي وروڼه په سره ګرمي، په خپل هېواد کې له خپلو ځمکو څخه هر کال شړل کیږي؟

    ولې دتخار په خواجه بهاألدین کې زموږ بېګناه پښتانه په زندان کې شپې تېروي؟
    ولې او د څه لپاره د فارسي ژبي تلویزیون لپاره ګړندي ګامونه پورته شول؟
    ولې او دڅه لپاره جنګي جنایتکاران د سزاورکولو په ځای لا نازول کیږي ؟
    ولې او دڅه لپاره دمزاروالي عطأ ورځ په ورځ پیاوړی کیږي؟
    ایا دا پاس کړنې هم دبن دکنفرانس په پرېکړوکې راځي؟
    ایانړېوال قوتونه د تروریزم سره دمقابلې تر نامه لاندې د پښتنودعام وژنې اوزموږ ګران هېواد ټوټه ټوټه کېدلو
    لپاره راغلي دي او که زموږ د نجات لپاره راغلي دي ؟
    د غونډې په پای کې موخپله اعلامیه دلاندې جدي غوښتنو اوهیلو په وړاندې کولو سره خپرېدو ته تیاره کړه :

    ۱ــ موږ په ټول افغــان ولـس له پښــــتون څخه یې رانیولې بیا تر تاجک، ترکمن، هزاره، ازبک اونورو وروڼو قومونو پورې غږ کووچې زموږ د خاورې د تمامیت، خپلواکي، ملي ګټو، خپل ژوند او ملي نوامیسود ساتنې لپاره ملي وحدت ته جدي او ځانګړې پاملرنه وکړي .
    ۲ ــ داچې له یوې خواولسي جرګې سپنتا دغه (مکار) پخپلو رایوله دندې څخه ګوښـــه کړی اوله بلې خوا څخه دسپنتا ټولې هڅې دملي وحدت اوخاورې د تمامیت پرضد دي نوله ښاغلي کرزي څخه موږ جدي هیله کوو چې ژر تر ژره هم دی اوهم دمزاروالي له دندې څخه ګوښه کړي ترڅو دپردیو تورې نقشې له خاورو سره خاوري شي .
    ۳ ــ موږکابل ته دایران دجمهوري ریاست دمرستیال سفر په کلکه غندو او داد افغان ولس د لا زېندۍ کېدویوه بله هڅه بولو.

    ۴ــ که رښتیا هم ښاغلی کرزی دملت په غم ځان دردمن ګڼي نو ژر تر ژره دې بې له درۍ څلوروسیاسي ګوندونو څخه پرته نور ټول پردي پال ګوندونه ځکه منحل اعلان کړي چې دادوی دي چې د ملي نفاق سبب اود افغــان ولس دروازه یې شپه اوورځ پردیو ته پرانیستې پریښې ده .
    ۵ــ موږ د دوست هېواد جرمني له چارواکو څخه هیله کوو چې دافغانستان په شمال کې دخپلو پوځیانو پاملرنه زموږ د خاورې تمامیت او ملي وحدت ته ځکه راواړوی چې دا دزهرو جام روسانو په دوی هم څښلی و المــان هم پردیو دوه ټوتې کړ خو په خپل همت او ملي روحیه سره دخپلې خاوري په تمامیت بیا بریالي شول .
    ۶ ــ موږ له امریکا، انګلستان، فرانسې اوپه ځانګړي ډول له امریکايي استازي ښاغلي ریچاردهالبروک څخه هیله کوو چې دیوګوسلاویا دټوټه کېدو نقشه زموږ په ګران افغانستان باندې عملي نه کړي .

    ۷ــ موږ له افغان وسلوال مقاومت څخه جدي هیله کوو چې د یوسرلوړي افغانستان اود پورتنیوتورو دسیسو د مخنوي لپاره دخبرو لار غوره او د هېواد په لوېدیځ او شمال کې د دسیسو مخه ونیسي .
    ۸ ــ موږ له ټولوهېوادپالوافغانانوڅخه هیله کوو چې کورپه کور، جماعت په جماعت، کلي په کلي او ولایت په ولایت د پردیو دا تورې نقشې دخپل پیاوړي تبلیغ په ترځ کې بربنډې، شنډې او افغان قومونه ملي وحدت او رښتینې ورورولي ته راوبولي بایدزیاته کړوچې غلیم زموږ د هېواد په رګ رګ دومره ننوتی دی چې ژبـه، دود اودستور خو څه چې دسرله خطرسره یې مخامخ کړي یونوځکه لمړی بایدخپل سر مانازموږ(دخاورې تمامیت) وژغورو بیا به دنورو ستونځو چاره کوو .
    ۹ ــ موږ دپخوا په شان یو ځل بیا د افغانستان دستونځو حل لاره دیونړیوال بې پرې کانفرانس په دایرېدو کې
    صرف په هغه صورت کې ممکینه ګڼوچې ګاونډې هېوادونه زموږ په برخلیک کې دخیل نه وي او زموږ دافغان وسلوال مقاومت دپخلاینې په ترځ کې د یو ملي حکومت را مینځ ته کېدل مطرح وي .

    زموږ دنننۍ بېړنۍ غونــډې د رابللودلیل همداپاس ورځ په ورځ زیاتېدونکې اندېښنې او په ځانګړي ډول د ښــــاغلي ډاکترصاحب روستار تره کي وروستۍ مرکه وه کومه مو چې څو ورځې مخکـې له یو شمېر انترنیتي ویبپاڼو څخه واورېده .
    دیادولووړده چې دډاکتر صاحب دمرکي له خپرېـدوڅخه دوه ورځې وروسته دایران دجمهوري ریاست مرستیال په ډېره بیړه کابل ته ځان ورساوه ترڅوپه کابل باندې نورهم خپل اغېز زیات کړي چې هغه د۲۰۰۸ کال ملي ضد قرارداد ورباندې لا نورهم کره کړي،که چېرې تاسودانترنیت اسانتیاوې لرﺉ کولای شﺉ په دعوت، لـراوبــر، ازاد افغانستان او ځینو نورو ویبپاڼو کې د ډاکتر صاحب مرکه د(خطر تجزیه افغانستان را تهدید میکند!) تر سرلیک لاندې واورﺉ .

    دوه اړینې یادونــــــــې :
    ـــ موږ غواړو چې د خپلې اعـــلامي پوره متن په جرمني، انګلیسي او فرانســوي ژبو وروسته له ژباړلـو څخه الماني، امریکايي،انګرېزي او فرانسوي چارواکو ته هم ورولېږو نوکه تاسو زموږ له اعلامې سره موافق یاست
    دامکان په صورت کې تاسو هم زموږ اعلامیه دخپل هېواد دنجات لپاره وژباړﺉ خپره یې کړﺉ او په یادو شوو څلورو ژبو یوه یوه کاپي موږ ته هم په دې پته a.c.besmel@hotmail.de راولېږﺉ ترڅو موږ یې له خپلې ژباړلې اعلامې سره وګورو که ستاسو ژباړ پیاوړی و نو به هغه ستاسوژباړې پاس یادو شوو چارواکو ته ورولېږو او له تاسو څخه به په افغاني مینه رسمي مننه وکړو ؟
    ـــ ګران هېوادوال دې خبر وي چې زموږ یوه منله شوې رسمي کولتوري ټولنه ده چې دخپل کولتور دساتنې تر
    څنګ دخپل هېواد دسیاسي اوضاع جاج هم اخلو خو په دا ورستیو کې دمونشن په ښار کې یو اســلامي مرکز نوی پرانستل شوی چې په دیني چاروکې مسؤلیت لري ماناجماعت دی هغوی زموږ دچارو مسؤلیت نه لري او موږ دهغوی دچارومسؤلیت نه لرو.