پښتونخوا: پر ولسي خلګو وسلې وېشل كېږي
د پښتونخوا وزيراعلى ميرحيدرخان هوتي وايي د دې ايالات په بېلابېلو سيمو كي به پر ولسي كسانو د سيمي د امنيت په خاطر وسلې ووېشي.
آزادۍ راډيو د اسوشيېټيډ پريس آژانس هغه خبر خپور كړ، چي وايي د وسلو د وېشلو موخه د القاعدې او وسله والو تروريستانو پر ضد د ځايي خلګو پياوړي كول دي.
د پاكستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د پوځ وياند جنرال اطهر عباس د ايالتي حكومت له دې پريكړي ناخبري څرګنده كړې ده.
د راپور له مخي د پښتونخوا وزير اعلى وايي دغه ۳۰۰۰۰ ميله وسله يې په تېرو مياشتو كي د القاعدې او طالبانو له ګروپونو څخه نيولې، چي په مردان، سوات، بنو او د پښتونخوا په مركز پېښور كي به يې پر خلګو ووېشي.
د ښاغلي هوتي په وينا كه خلګ دغه وسله د القاعدې پر ضد ونه كاروي، حكومت به يې بيرته ټوله كړي.
كارپوهان نيوكه كوي چي ښايي د ايالتي حكومت دغه پرېكړه په سيمه كي بې اتفاقي رامنځته كړي چي نتيجه به يې خپل منځي جګړې او قتل و قتال وي.
دا په داسي حال كي ده چي افغان حكومت هم په ځينو سيمو كي د نړيوالو ځواكونو په مرسته په دې هڅه كي دئ، چي پر ځايي اوسېدونكو د خپلو سيمو د امنيت په خاطر وسلې وويشي، خو افغان كارپوهان وايي دا يوه تكراري او ناكامه تجربه ده، چي پايلي به يې ډېري ناوړي وي.