کور / z_buitenland_news -- 5 / په پاکستان کښــــي بېړنی حالت لغوه سو

په پاکستان کښــــي بېړنی حالت لغوه سو

د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف نن (د شنبې ورځ) په دې هيواد کې بېړنی حالت ختم کړ .


د آسوشيېټډپرس خبري آژانس خبر ورکړ چې پرويز مشرف به نن شپه په دې اړه د پاکستان د ټلوېزون دلاري وخپل ولس ته خبري وکړي .


پاکستاني چارواکي چې دلوېديځو هيوادو لخوا تر فشار لاندي دي اعلان کړی دی چې قانون به بيا اعاده کوي ، خو د دولت مخالفین يې بيا وايې چې  مشرف اوس هم کولای سي د راتلونکي انتخاباتو پاېلې د ځان په ګټه واړوي او دخلکو د ناخوښيو او نفرت سره سره و ځانته د قدرت يوه اډه جوړه کړي .


مشرف د روان کال دنوامبر پر دريمه نېټه په دې بانه چې د زور زياتي سره مقابله کوي بېړنی حالت  اعلان کړ او دهغه سره جوخت يې د پاکستان اساسي قانون معطله او د پاکستان د ستري محکمې قاضيان يې چې د مشرف د بيا جمهور رئيس کېدو مخالف وه دکاره ګوښه کړل .