کور / تازه خبرونه / په ایډنبورګ کې دافغانستان په اړه کنفرانس جوړ شو.

په ایډنبورګ کې دافغانستان په اړه کنفرانس جوړ شو.

داسکاټلینډ په ایډنبورګ ښار کې تیره ورځ جمعه داتو هغو هیوادونو دبهرنیو او دفاع وزیرانو ناسته ترسره شوه چې دافغانستان په سویلي ولایتونو کې پوخي بوختیاوې لري، دا ناسته چې دبریطانیا ددفاع وزیر درز براون له خوا پرمخ وړل کیږي موخه ترې دافغانستان په سویلي ولایتونو کې دامنیتي وضعې دسموالي په اړه ده، دغه اته هیوادونه به دا ډول دی ته لاری چارې لټوي چې څه ډول دافغانستان سویلي ولایتونو ته یوه امنیتي ستراتیژي جوړه کړي، دراپورونو له مخې پدې غونډه کې به دافغانستان دګاونډیو هیوادونو په تیره بیا دپاکستان سره ددغو ولایتونو دنامنیو دتړاو موضوع هم وڅپړل شي، دا ډول پدې ناسته کې به دکانډا او هالنډ هیوادونه چې دافغانستان دسویلي ولایتونو کندهار او ارزګان کې ماموریتونه لري او دخپلو خلکو له یو ډول ناخوښیو سره مخ دی دپردې ترشاه دخلکو دهڅولو په سر به هم خبرې وشي.