کور / تازه خبرونه / په ننګرهار کي دحمزه بابا کلني سيمنارجوړ شو

په ننګرهار کي دحمزه بابا کلني سيمنارجوړ شو

د شنبي په  ورځ چي دروان لمريز کال دلندي دمياشتي د24 نيټي سره سمون خوري  په ننگرهار ولايت کي دحمزه شينواري  دزوکړي دسلمي کليزي په مناسبت  يوه غونډه چي دکلني سيمينار په نامه ياديږي جوړه شوي وه .


  دغه سيمينا ره ته  دلرو بر افغانستان څخه ا ستادان ، شاعران ، ليکولان ، او دحمزه بابا دشعراو مفکوري مينه وال راغلي وو.


  دکابل دعلومو اکاډمي ، ننگرهار پوهنتون ، او بيلا بيلو علمي اورگانونو استازو  دحمزه بابا په ژوند ، شعرونو، او دنوموړي دشعر په بيلابيلو اړخونو يي مقالي او وينا واو رولي .


دد يوه ورځني سيمينا په پاي کي يو پريکړه ليک ولوستل شو چي څلور ماد ي يي لرلي .


_ دسيمينار دمقالو څخه دي يو کتاب جوړ شي.


_ په ننگرهار کي دي يو واټ دحمزه با با په نوم ونومول شي .


_ په ننگرهار پوهنتون کي دي يو تالار دنوموړي په نامه جوړ شي .


_ او دحمزه پيژندني يا حمزه پوهني په نامه دي يو مضمون چمتو شي .



ديادوني وړده چي ياديي غونډي ته له کابل څخه  استادهيواد مل ،استاد يون ، غفورليوال ،  له جرمني څخه محترم انځور او دهيواد د بيلابيلو برخو څخه لسگونه تنه راغلي وو.


خو د يادوني خبره داده چي دا ځل دکوزي پښتونخوا څخه ياد سيمينارته هيڅوک هم نه وو راغلي.