کور / راپور / ننګرهار : د غزل بابا حمزه شينواري پنځلسم تلين ولمانځل شو

ننګرهار : د غزل بابا حمزه شينواري پنځلسم تلين ولمانځل شو

د ننګرهار ادبي بهير ( ناب ) له لوري د غزل بابا ابوالمراد حمزه شينواري پنځلسم تلين د ګڼو ليکوالواو شاعرانو له خوا په ليکنو او د بابا ارواته په ور ډالۍ شويو شعرونو ولمانځل شو.

د هېواد نوماند ليکوال او څېړونکي استاد محمد اصف صميم وويل (( حمزه  د پښتو غزل هغه سرلارى او بابا دى چې پښتو غزل ته يې يوه نوې بڼه ورکړه او د غزل ترڅنګ يې په سونو ډارمې،لنډه کيسه او طنزيه شعرونه ليکلي،حمزه شينواري ٤٠٠ ډرامې ليکلي چې پنځلس کاله وړاندې له دې فاني نړۍ څخه يې سترګې پټې کړي دي چې نننۍ غونډه هم د دده د پنځلسم تلين په وياړ جوړه شوې ده.))

د ننګرهار پوهنتون استاد محمدابراهيم همکار وويل (( حمزه صيب هغه څوک دى چې په خپل لوړ تخيل او فکر يې د پښتو غزل دتل لپاره ژوند کړ او يو نوى رنګ يې ورکړ،چې دده په وياړ داسې غونډې ډېرې وړې دي بايد چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رياست د حمزه صيب په ياد تر دې لويې او دهېواد په کچه غونډې جوړې کړي او ويې لمانځي ))

ديادونې وړ ده چې دغزل بابا ابوالمراد حمزه شينوارى په ١٩٠٧ کال کې په لوړاګي کې دې دنيا ته سترګې پرانستې او په ١٩٩٤ کال کې په پېښور کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې چې وروسته له پېښوره لوړاګي ته راوړل شواو خاورو ته وسپارل شو.