برتانوي پوځيان له خپلو هيوادوالو سره جنګېږي

34 | فبروري 25th, 2009



په افغانستان كي مېشت د برتانوي پوځ يو قومندان وايي له دوى سره د جنګېدونكو ياغيانو په منځ كي د برتانوي مسلمانانو شمېر ډېرېږي.
دغه خبره يوه لوړ پوړي برتانوي پوځي وروسته له هغه راپورته كړه چي تېره اونۍ يوه بل پوځي افسر ويل، په هلمند كي مېشت برتانوي عسكر د خپل هيواد په چاودونكو موادو وژل كېږي.
په هلمند كي د برتانوي پوځ يوه عسكر د خپل هيواد د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ ته داسي چاودونكي مواد ښكاره كړل، چي په برتانيه كي جوړ سوي وو، خو د طالبانو له خوا پر دوى استعمالېدل.
په افغانستان كي د برتانوي عسكرو يوه لوړ پوړي افسر د انډيپينډينټ ورځپاني ته وويل، داسي ښكاري چي په يوه وړوكې كورنۍ جګړه اخته وي، ځكه له سوماليا، پاكستان او ځينو نورو سيمو څخه برتانوي مسلمانان هلمند او د افغانستان نورو سيمو ته ورځي او د دوى په مقابل كي جنګېږي.
برتانوي چارواكي وايي تر ۲۰۰۱ كال دمخه چي په افغانستان كي طالبان حاكم وه، څه باندي ۴۰۰۰ برتانوي مسلمانان پاكستان ته ولاړل او په پټه به د طالبانو د ټرينينګ مركزونوته د تروريستي زدكړو دپاره ورتلل.
دغه پوځي چارواكى وايي دوى د طالبانو په ليكو كي پنجابي او كشميري اردو زبانه جنګيالي هم ليدلي چي د پښتنو ترڅنګ له دوى سره جنګېږي.
دا په داسي حال كي ده چي امريكايي پوځ په افغانستان كي د برتانوي مسلمانانو د جنګېدو په اړه له مخكي لا دغه هيواد ته خبر وركړى وو.
په افغانستان كي د برتانوي پوځ پخوانى قومندان وايي په كندهار كي يې د داسي كسانو په اړه معلومات درلودل، چي برتانوى پاسپورټونه په جېب كي وو، خو د دوى په مقابل به جنګېدل.
برتانيه په افغانستان كي ۸۵۰۰ عسكر لري او ښايي د روان كال په اوږدو كي يې د ۱۵۰۰ عسكرو په لېږلو سره ۱۰۰۰۰ ته وخېژوي.

Copyright Larawbar 2007-2024