کور / کتاب / د تاند او نازکخيال شاعر روئيد همت لومړى شعري جونګ چاپ شو

د تاند او نازکخيال شاعر روئيد همت لومړى شعري جونګ چاپ شو

د ځوان ، تاند او نازکخيال غزل ويونکى شاعر ښاغلي روئيد همت د شعرونو لومړى جونګ چاپ او خپور شو .


 که څه هم د ښاغلي روئيد همت غزلې په ځينو ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوې او هغه د چا خبره  په مطبوعاتو کې ځليدلې څېره ده ، خو د شعري جونګ خپريدل يې د شعر او غزل مينه والو تنده خوړوبه کړه .


د نوموړي د شعري جونگ نوم ((وختونه دې تېريږي)) ايښودل شوى، چې پرې ښاغلي عبدالروف قتيل خوږياڼي او لايق زاده لايق ليکنې کړي دي، چې ټول 95 مخه لري .


خپلې مور او پلار ته په دې ټکو (قدرمنې مور او قدرمن پلار ته ، چې زما  د روښانه راتلونکې لپاره يې د الله تعالى دربار ته لاسونه لپه کړي او خپل ارمانونه زما د روڼ سباوون په هېنداره کې گوري ) ډالۍ کړى .
خپلې خبرې يې هم پرې کړي ، د جونگ په ورستۍ پښتۍ د کوزې پښتونخوا نامتو ليکوال او د گڼو کتابونو  ليکونکى سيد صابر شاه صابر پرې لنډه، خو هر اړخيزه ليکنه کړې .


 ((وختونه دي تېريږي )) د کتاب به ان اشا الله ډېر ژر مخکتنه وشي .