کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د كورنيو چارو د وزير په نامه سرخلاصى ليك !

د كورنيو چارو د وزير په نامه سرخلاصى ليك !

د كورنيو چارو د وزير په نامه سرخلاصى ليك !
د كورنيو چارو د محترم وزير ښاغلي اتمر صاحب سفر، چي په دې وروستيو كي يې لرغوني او تاريخي كندهار ته كړى وو، ځيني مثبت اړخونه يې درلودل، چي هغه د پوليسو په ليكو كي اصلاحات او بدلون راوستل وه او د پوليسو د معاشاتو ډېروالى وو، چي موږ د نوموړي دا پر ځاى اقدامات ستايو، خو په ځينو برخو كي يې اوس لا هم يو څه بدلون ته اړتيا سته .
 دوى په خپل دې سفر كي د كندهار ولايت د پوليسو په معاشاتو كي زياتوالى راوست، چي دا يو ډېر پر ځاى، مثبت او اغېزمن گام وو، چي موږ يې ستاينه كوو او همدارنگه د كندهار ولايت د امنيې قومندانۍ د پوليسو په ليكو كي هم ځيني بدلونونه راوستل او هم يې د اداري فساد پر ضد ځيني پر ځاى گامونه واخيستل او د پوليسو په ليكو كي يې هم بدلونونه ليدل كېږي، خو بيا هم په ځينو پوليسي ادارو كي د خپلوۍ او ارتباطاتو پر بنسټ اړيكي پالل كېږي.
د مثال په ډول د كندهار د ترافيكو په مديريت كي درې يا څلور د يوې كورنۍ څخه په يوه مديريت كي مقرر سوي دي، چي هغه هم د هغه مديريت په راس او رهبري كي قرار لري، نو موږ د ښاغلي اتمر صاحب څخه هيله لرو دغسي موضاعاتو ته هم پام وكړي .
ځكه چي نه يوازي د پوليسو په قانون كي بلكي د هري ادارې په اُصولو او مقرراتو كي د يوې كورنۍ غړو ته په يوه اداره كي د كار كولو اجازه نسته .