کور / تازه خبرونه / درې برتانوي پوځيان ووژل سول

درې برتانوي پوځيان ووژل سول


د هلمند له ولايت څخه وركړل سوي خبرونه وايي، چي پرون د ماين په چاودنه كي درې برتانوي پوځيان وژل سوي دي.
د هلمند امنيتي مقامات وايي پېښه پرون ماځيګر د ګريشك په ولسوالي كي رامنځته سوې ده.
په هلمند كي د برتانوي پوځيانو لوى قومندان له مخكي لا خبر وركړى و، چي په دغه ولايت كي د دوى ډېر پوځيان د ماين په چاودنو كي وژل كېږي، چي دا د طالبانو د جنګي تاكتيك د بدلېدو په معنى دئ او د نوموړي په وينا كه د طالبانو د دغه تاكتيك مخنيوى په موثر ډول ونسي، برتانوي پوځيان به له سختو ستونزو سره مخ سي.