کور / تازه خبرونه / پاكستان بې پيلوټه الوتكي غواړي

پاكستان بې پيلوټه الوتكي غواړي


د پاكستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په واشنګټن كي له امريكا څخه غوښتي چي په قبايلي سيمو كي د بې پيلوټه الوتكو په ذريعه رواني بمبارۍ ودروي او په مقابل كي يې د پاكستان له پوځ سره مرستي وكړي.
شاه محمود قريشي د امريكا له حكومت څخه غوښتنه وكړه، چي كه په قبايلي سيمو كي د القاعدې او طالبانو د فعاليت مخنيوى غواړي، پاكستان ته بې پيلوټه الوتكي وركړي چي پاكستاني پوځيان به يې په موثره توګه په داسي ډول وكاروي، چي هم د ولسي مرګ ژوبلي او هم د طالبانو او القاعدې مخنيوى وسي.