افغانستان له ازله بد نصیب !
افغانستان هغه بد نصیب هېواد دی چی تل یې ځانته زیان او نورو ته ګټه رسولې ده . یعنی د افغانستان طبیعی او ستراتیژیک موقعیت هغه ته لوی زیانونه اړولي خو نور ترې ګټمن سوي دي . دغه څلور لارﺉ د پیړیو پر اوږدو د بډایو کلتورونو ، خونړیو یرغلونو او سوداګریزو تېرېدنو محراق ګرځېدلی دی . په لرغونې زمانه کی د « ورېښمو لاره » وه ، په منځنیو پېړیو کی د امپراتوریو د جوړېدنی ، تیرېدنی او نړېدنی لاره وه ، خو نن بیا د څو مهمو او حساسو سیمو لکه مرکزی آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ د تړني نقطه ده چی منطقوی او نړیوال ځواکونه یې راکش کړي دي که هغه څه مخکی برتانیه وه ، که پرون روسیه وه او که نن امریکه ده . نو دا چی اوسنی مصیبت او ناورین به تر کومه پایښت مومی ، د الله فیصله او د تاریخ قضیه ده .
ښه به دا وی چی د افغانستان د بدنصیبۍ څو عمده عوامل مختصرأ وڅیړو تر څو د هغو نه په عبرت اخیستنه سره وکولای سو خپله راتلونکې څه نا څه ولټوو .
اول : طبیعی حالت –
الف ـ افغانستان په وچه کی ایسار دی او بحر ته لار نلری ،
ب ـ ډېره برخه یې غرنۍ ده ( ۷۰٪ ) ، چی د کرکیلې ، مالدارۍ او اقتصاد له درکه ناوړه حالت لری ،
ج ـ پر لوړه پروت دی چی غرونو او رغونو یې خلک ډېر زیږه او جګړه پال کړي دي ،
د ـ د سیندونو د جوړېدو او تشکل مور ده خو برعکس ګټه نور ترې اخلی ( لکه آمو ، کونړ، کابل او هلمند ) ،
و ـ ناوړه طبیعی حالت هېواد په مجموع کی د پرمختګ او رغبت نه اچولی دی ،
ی ـ طبیعی حالت د هېواد اوسیدونکي په خپلو خپلو سیمو کی بند ، بې ربطه او بوخت ساتلي دي ،
دوهم : جغرافیایی او ستراتیژیکی موقعیت ـ
الف ـ افغانستان د آسیا په زړه کی پروت او تل یې د شمال او جنوب ، ختیځ او لویدیځ تر منځ د پله حیثیت لرلی دی ،
ب ـ د سیمه ییز ویش له مخی نه په جنوبی آسیا کی ، نه په منځنۍ آسیا کی او نه هم په منځني ختیځ کی واقع دی ، ج ـ خپل حساس موقعیت د څپیړو او سزاوو سره مخامخ کړی دی ،
د ـ تاریخ یې همیشه د جغرافیې تابع پاته سوی دی ،
و ـ د وخت د سترو طاقتونو هدف نه بلکی تل د هدف د وسیلې په توګه تر پښو لاندی سوی دی ،
درېیم : ټولنیز او بشری ترکیب ـ
الف ـ کوچنی هېواد دی خو ډېر توکمونه ، اقلیتونه او قبایل لری ،
ب ـ ډول ډول ژبی ، مذهبونه او کلتورونه لری ،
ج ـ د هر توکمیز او مذهبی اقلیت سیاسی مشرتابه له هېواده بهر خپله الهامی هسته لری ،
څلورم : مغرض او بدخواه ګاونډیان ـ
الف ـ پاکستان او ایران د هیواد پرمختګ او پیاوړتیا نه غواړی او دواړو خپله خپله تخریبی پانګه اچولې ده ،
ب ـ یو ګام لیری ګاونډیان ( لکه هند ، ترکیه او روسیه ) په زغرده خپلی ستراتیژیکی ګټی پکښی لټوی ،
ج ـ ځینی ګاونډیان ( لکه چین او ترکمنستان ) ځکه بې علاقې دي چی خاصی ګټی نه وینی ،
پنځم : استعمار او یرغلونه ـ
الف ـ افغانستان د سیمی تر بل هر هېواد ډیری بهرنۍ نیوني او حملې زغملي دي ،
ب ـ په سیمه کی تر بل هرهېواد زیات څو واره د بدن ټوټې ترې بیلي سوي دي چی هیڅ هېواد یې ساری نه لری ،
ج ـ په تاریخ کی یونانیانو او پارسیانو خو په منځنیو پیړیو کی چنګیزیانو ، صفویانو او مغولانو لټپیر کړی دی ،
د ـ په معاصره زمانه کی انګریزانو ، بیا شورویانو او نن امریکایانو سخت ځپلی دی ،
شپږم : سیاسی رکود او سقوط ـ
الف ـ افغانستان په تیرو دوو پیړیو کی د سیاسی خوب او ټنبلۍ په غېږ ورغلی دی ،
ب ـ په نولسمه پیړۍ کی د شهزاده ګانو د جاه طلبیو قرباني سوﺉ دی ،
ج ـ په شلمه پیړۍ کی د سیاسی رکود او سقوط ډنډ ته ور لوېدلی دی ،
د ـ افغانستان همدا نن د قلابی دیموکراسۍ تر سیوری لاندی تقریبأ سل سیاسی ګوندونه لری ،
که پورتنیو ټولو انګېرنو ته ښه ځیر سو ، نو و به ګورو چی نننیً افغانستان له هره حیثه یو بد نصیب هېواد او د مصیبتونو زانګو پاته سوی دی . طبیعی حالت او دریځ یې نامناسب ، جغرافیوی او ستراتیژیکی موقعیت یې حساس ، ټولنیز او بشری بافت یې نامتجانس ، د بدخواه او بې وفا ګاونډیانو په منځ کی ایسار ، د بهرنیو یرغلونو او نیونو ښکار او باالاخره د سیاسی رکود او سقوط ضربو سخت کوټلی دی .
افغانستان د آسیا په زړه کی پروت او داسی یو هېواد دی چی د تاریخ په اوږدو کی د بېلابېلو واکمنیو د تګ راتګ څلور لاری ګڼل سوی دی . کله چی دغو یرغلګرو واکمنیو ( لکه یونانیانو ، چنګیزیانو ، الاکو ، مغولو ، پارسیانو ، سیکانو ، انګریزانو ، روسانو او امریکایانو ) را دانګلي نو هر یوه دا هېواد سخت وهلی او ځپلی دی . د هغوی ټولو سره افغانانو کلک مقاومت کړی چی یرغلګرو هم په ځواب کی بې ساري ورانۍ او تباهۍ پیښی کړي او سخت ظلمونه او قتلونه یې لورولي دي . همدا علت دی چی افغانانو تل خپله انرژی د خپلي خاوری څخه په دفاع او یا هم د واک نیولو په کورنیو شخړو کی ضایع کړې او د اقتصاد او ټولنیزی ودې لپاره یې خورا لږ وخت پیدا کړی دی . له بده مرغه کله چی څه ټیکاو یا فرصت راغلی تر څو هغوی د ودانولو او سمسورولو بهیر ته لاس واچوی چی ناڅاپه د یو بل تیري او ناورین سره مخامخ سوی او هېواد بیا د بلا په خوله ورغلی دی .
که د افغانستان تاریخی پېښلیک ته ښه ځیر سو ، نو په پیل کی صرف د احمد شاه بابا او تیمور شاه پنځوس کلنه موده او په پای کی هم د ظاهر شاه څلوېښت کلنه موده افغانانو بیله جنګ ، یرغل او مصیبت څخه په آرامۍ کی تېره کړې ده او بس . له دې نه وړاندی او وروسته دواړې زمانې د نا ارامیو او ورانیو څخه ډکي پاته سوي دي .
انګریزانو په نولسمه پیړۍ کی افغانستان وځپی او د هغه وجود یې نیمه خوا او دوې ټوټې کړ . روسانو په شلمه پیړۍ کی افغانستان وران او لوټی لوټی کړ او د آینده ټوټه کېدو مفکوره یې راصادره کړه . د همدغه کرغېړن پلان په څپو کی د ثور کودتا ، بیا د ماسکو مستقیمه حمله او نیونه رامنځته سوه چی د افغانستان پایی یې ولړزولې . وروسته یې د تهران د هژمونیسټی رژیم په مرسته د ناکمونیسټه کمونیسټانو او نا مجاهده مجاهدینو د مرموز اییتلاف په جوړښت کی اساسی رول ولوباوه او په خپله جادو سره یې « اور» او « اوبه » سره یو ځای کړل !
په دې بهیر کی نظامونه او رژیمونه راغلل او ولاړل خو د ټولو د برچې تېره څوکه د افغان رنځېدلي ولس تر زړونو وخته . تر ټولو وروستۍ ځپونکې څپه د « دیموکراسۍ » د پلار ، د « آزادۍ » د علمبردار او د « بشری حقوقو » د ټیکه دار یعنی امریکا وسلواله حمله او پوځی نیونه ده چی پر افغانستان د ۲۰۰۱ راهیسی مسلطه ده . هغه امریکا چی یو وخت یې په جګه غاړه ویل چی موږ د شوروی څخه د افغانستان آزادونکي یو ، نن هغه دﺉ پخپله د همدې افغانستان اشغالګر سو .
هو ، برتانیې په نولسمه پیړۍ کی افغانستان نه غوښت بلکی هغه یی د هند د « طلایی مرغۍ » د ژغورنی په غرض نیوی ، شوروی بیا په شلمه پیړۍ کی افغانستان نه غوښت بلکی هغه یی د هندی سمندر « تودو اوبو » ته د رسېدو په خاطر نیوی ، او امریکا بیا په یوویشتمه پیړۍ کی افغانستان نه غواړی بلکی هغه یی د منځنۍ آسیا او کسپیین د « تېلو او ګازو » د سرچینو په غرض نیولی دی او بس ! خو مهمه دا ده چی د زاړه او نوي استعمار « پلمه » چی هر څه وی ، وی به لاکن دا د افغانستان ازلی بد نصیبی ده چی په تقریبأ ۸۳ کالو ( ۲۰۰۱-۱۹۱۹ ) کی د درو پیړیو درو سترو ځواکونو هغه نیولی ، ویرژلی او ځپلی دی . هر یوه خپل خپل ګوډاګی واکمن کړی او هغه یې په ساختګی او جعلی توګه « قانونی !؟ » کړی دی خو قیمت یې افغان مظلوم ولس ادا کړی او ادا کوی .
امریکا پرستانو لومړی داسی خوبونه لیدل چی امریکا به د افغانستان په وچو ویالو کی عسل او شیدې وبهوی ، خو هغوی برعکس په دې ویالو کی د عسل او شیدو پر ځای وینی وبهولې . دوی ویل چی امریکا به دلته د رحمت باران او برکت ورسره راوړی ، خو هغوی برعکس د بمونو باران او ظلمت ولوراوه . دوی ویل چی امریکا به نیکمرغي ، سمسوري او ښیرازي ورسره راوړی ، خو هغوی برعکس بدمرغي ، فحاشي او تباهي ورسره راوړه . دوی ویل چی امریکا به « جنت » ولوروی خو هغوی برعکس « دوږخ » ولوراوه او هر څه یې د هغه په لمبو کی وسوځول .
خو اساسی خبره دا ده چی یو طاقت چی په جنګ ، خښم او پوځی یرغل سره راغلی وی ، هغه به اخلاقأ څنګه « سوله » او « دیموکراسی » راوړی ؟ آیا دا ممکنه ده ؟ آیا په کوم اسلامی هېواد کی یې څوک نمونه ښودلای سی ؟ پس خبره د افغانستان د آبادولو یا « دیموکرات ! » کولو نه بلکی صرف او صرف د خپلو ګټو او هدفونو ده او بس. وګوری امریکا ځان د دیموکراسۍ پلار بولی خو په افغانستان کی یې دیموکراسی عملأ یرغمل کړې ده . واشنګټن د افغانستان د اوسنۍ « دیموکراسی ! » بنسټ په کاملأ غیر دیموکراتیک ډول د معاملو او مصلحتونو له مخی کوږ کښېښود چی هماغه د بُن په غیر ملی غونډه کی یې د ۱۲ رایو په مقابل کی د ۲ رایو ګټونکیً د رژیم مشر کړ . ( یعنی دیموکراسی یې په اریسطو کراتیک تبر سره دړی وړی کړه او په دې توګه یې د دې ودانۍ د بنسټ ډبره کږه کښېښودل او موږ عملأ ګورو چی د اوو کالو راهیسی دا تعمیر همداسی کوږ پورته کیږی چی کله به ګړوب سی .) هو ، دا هغه پیرزوینه ده چی په یو ویشتمه پیړۍ کی یې د « دیموکراسۍ ! » ټیکه دار پر افغانستان باندی لوروی او دا بېله شکه د افغانستان بله ستره بد نصیبي ده .
دا نن تر لمر سپینه ده چی واشنګټن افغانستان ته اړتیا نه لری او نه یې هم پرمختګ غواړی بلکی هغه یې صرف د خپل هدف لپاره په کار دی ، که نه اووه کاله ( د نړۍ یوازیني ستر ځواک ته ) لږ وخت نه دی ، پنځوس زره مجهز ترین پوځیان لږ نه دي ، سل بلیونه مصرف سوي ډالرونه لږ پانګه نه ده ، د نړیوالي ټولني دلته مؤظفول څه کوچنۍ خبره نه ده ، د زرګونو افغانی ایجنټانو او اجیرانو استخدام او ګومارل ساده خبره نه ده ، او لنډه دا چی د هر ډول امکاناتو او بشپړ لاس رسي لرل د امریکا او ملګرو لپاره څه معمولی خبره نه ده . که هغوی او ګومارلي یې استدلال کوی چی کله امنیت سم او جنګ ختم سی نو ګواکی هر څه به آباد کړو ، خو پوښتنه دا ده چی په شمال کی خو جنګ نسته ، نو هلته ولی په دې اوو کالو کی هیڅ اساسی او ملی ترقی نه ده راغلې ؟ په شمال کی ملی پرمختګ کومی پلمې ته معطل دی ؟
ښه به دا وی چی امریکا او د هغه ایجنټان خدایی محکمې او فیصلې ته پریږدو . خو تر کومه ځایه چی په افغان رنځیدلي ولس پوری اړه لری بهتره دا ده چی پر ملی مسایلو سالم قضاوت وسی . انتقادونه رغنده وی یعنی ښه ته ښه او بد ته بد ووایی ، د ځانی ، ګروپی او سازمانی یا عقیدوی بې دلیله فتوا څخه ډډه وکړی ، د کوم لوری په غندنه کی د احساساتو او چټی جذباتو څخه کار وا نه خلی ، ځانی او ګروپی ګټی د ملی او ټولیزو ګټو د لاری خنډ نه کړی . د یو لوری په پلویتوب مقابل لورﺉ په پټو سترګو او خلاصه خوله بې دلیله و نه ترټی او تر ټولو مهمه دا چی الهی قضاوت ته عملی پناه یوسی چی پر هغه ټوله ایمان لرو یعنی : « الله د یو قوم حالت نه بدلوی څو چی هغوی پخپله په ځانو کی بدلون را نه وړی » ( الرعد ـ ۱۱ ) . هو ، د خلاصون یوازینۍ لاره تل همدا ده او بس . و ما ذالک علی الله به عزیز ، والسلام