دبي بي سي كاركوونكودخپلي ادارې پر خلاف احتجاج وكړ

د لراوبر اداره | فبروري 27th, 2009


 




لسګونه احتجاج كوونكي د بي بي سي  دپرېكړي په خلاف راپارېدلي وو، احتجاجي مظاهره دپانج شنبې په سهارپه لندن كې دبي بي سي دمركزي دفتربوش هاوس په وړاندي پېل شوه او دشپې تر دولسو۱۲ بجو يې دوام وكړ.


په دغه مظاهره كې ترډېره بريده دنيپال،هنداوپاكستان وګړي راغونډ شوي وو خوډېرى افغانانواو دنورو څانګو ځينود بي بي سي  كاركوونكو يې هم ملاتړكاوه.



په دې وروستيو كې بي بي سي پرېكړه كړې چې دنيپال، هنداوپاكستان ۳۴لندن مېشتي كاركوونكي به خپلوهيوادونو ته دكار لپاره لېږي. خوداحتجاج كوونكوله ډلي يوشمېركسانو په ډله ييزه توګه لراوبر ويبپاڼي ته وويل چې دوى په دې پرېكړه ناخوښه او نه غواړي چې پخپلوهيوادونو كې كاروكړي.دوى وايي چې په خپلو هيوادونو كې كار كول به نه يوازي ددوى پر كاري كيفيت بده اغېزه وكړي بلكه ددوى ژوند ته هم لوى ګواښ دى.خو د بي بي سي  لخوا پرېكړه دكار ده لاښه والي په موخه شوې البته كاركوونكي داتورهم لګوي چې بي بي سي داپرېكړه دنړۍ وال اقتصادي بهران له كبله دغې ادارې ته داحتمالي زيان دمخنيوي په موخه كړې ده. 



مظاهره كوونكود(بي بي سي  نړۍ وال سرويس وژغورئ) شعارونه په لاسونو كې نيولي وو.
ديادولو وړده چې دبي بي سي ځيني خبريالان په افغانستان كي هم له امنيتي ننګونوسره مخامخ شوې او تېر كال يې دهلمند ولايت خبريال عبدالصمدروحاني نامالومه وسله والو كسانو ترتښتولو وروسته وواژه او هم دا رازيې په سيمه كې ځيني نورخبريالان د ورته ستونزو له امله كار پرېښودلو ته اړ شول .




Copyright Larawbar 2007-2024