د افغانستان، پاکستان او امريکا درې واړه وزيران د يو بل سره ګوري

د لراوبر اداره | فبروري 26th, 2009


د بهرنيو چارو افغان وزير رنګين دادفرسپنتا او د پاکستان هغه شامحمود قريشي نن په واشنګټن کښي د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن سره ګوري .

د افغانستان او پاکستان نوموړي دوه وزيران په دغو دوو هيوادونو کښي د امريکا د سياست د تغير پر اساس روانه هفته په واشنګټن کښي د امريکايي مقاماتو سره په ليده – کاته بوخت دي .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قريشي پرون د چهارشنبې په ورځ د امريکايي رسنيو سره په خبرو کښي وويل چي پر قبائيلي سيمو د امريکايي بې پيلوټه جنګي الوتکو د عملياتو چاري دي اسلام اباد ته وسپارل سي، څو د ډيورنډ په پوله کښي د طالبانو او القاعده د جنګياليو پر ضد په ښه توګه موثر عمليات تر سره کړي .

د اسلام ابادحکومت د پاکستان پر خاوره د امريکا د خپل سري عملياتو مخالفه دئ .

Copyright Larawbar 2007-2024