کور / تازه خبرونه / دګوانټنامو ۱۳ افغان زندانیان کابل ته راورسیدل.

دګوانټنامو ۱۳ افغان زندانیان کابل ته راورسیدل.

دافغانستان ددفاع وزارت وايي چې په کیوبا کې دامریکا له زندان ګوانټنامو بی نه هغه دیارلس افغان زندانیان چې دقوس په ۲۲ نیټه دباګرام هوایي اډې ته راوړل شوي وو،


دڅرخي پله زندان هغه ځانګړې بلاک ته چې دګوانټنانو به نوم جوړ شوی لیږدولي. ددفاع وزارت درسنیو یوه مسول ظاهر مراد ویلي چې ددوی دا کار دکوهستان عدالت په نوم دعملیاتو برخه ده، ظاهر مراد وویل چې دڅرخي پله په زندان کې دګوانټنامو برخې ته دلړم په ۱۴ هم اته تنه زندانیان لیږدول شوي وو،


دا ډول لاتراوسه ددغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۶ تنه زندانیان څرخي پله زندان ته لیږدول شوي دي چې په دوی کې ۳۲ له ګوانټنامو او ۱۴۴ له باګرامه دي.