حلم او زغم (د امين الله عادل ليکنه)
حلم هغه ستر خوى او غوره زېور دى، چې د هر انسان لپاره خورا مهم او ضروري دى، په حلم سره الله (ج) خپل ځان ستايلى او هم يې پرې خپل رسولان او نبيان عليهم السلام وصف كړي دي. په انساني ټولنه كې هر څوك چې په دغه غوره خوى سره ځان ښكلي كړي، خامخا د ټولنې لخوا ستايل كېږي او خلك ورته په درنه سترګه ګوري او هم له الله څخه پوره اجر او ثواب ګټي.
ريښتيا هم چې حلم او حوصله ډېر غوره خوى او خصلت دى، چې الله (ج) يې خپل نازولي بنده ته وركوي او هغه پرې ښايسته كوي.
د حلم مانا: حلم د قهر او غوسې پر مهال د خپل نفس او ځان كنترولولو ته ويل كېږي او هم له غچ او انتقام څخه د لاس اخيستو په مانا راځي او ځينې بيا وايي، چې حلم د قهر او غوسې پرمهال ځان ډاډه او كابو ساتلو ته وايي او هم د اړتيا په صورت كې عقل او سينګينې له لاسه نه وركولو ته حلم ويل كېږي. الله (ج) فرمايي: “پوه شئ، چې الله په هغه څه پوهېږي، چې ستاسې په نفسونو كې دي، نو له ناوړه څيز څخه ځان وساتئ او په دې پوه شئ، چې بېشكه الله بښونكى او حليم ذات دى” البقره ۲۲۵. نبي كريم (ص) فرمايي: “ستاسې قوي او زورور هغه نه دى، چې د بل په څملولو كې تكړه وي، بلكې زورور هغه دى، چې د غوسې پرمهال خپل ځان كنترول كړي”
الله (ج) په قرآن كريم كې د ابراهيم عليه السلام په هكله وايي، چې بېشكه هغه حليم وو او شعيب عليه سلام ته مخامخ وايي چې ته حليم او سهي لارموندونكى يې.
كله چې موږ د نبي كريم (ص) سيرت لونو، نو د هغه حلم او حوصله په ريښتيا هم ډېره لوړه او له خلكو سره يې ډېر په حلم، زغم او حوصله چلند كاوه. انس (رض) وايي، زه له نبي كريم (ص) سره يو ځاى روان وم، چې يو ناڅاپه يوه كوچي نبي كريم (ص) په ډانګ وواهه، چې د هغه په بدن كې يې داغ پرېښود او بيا يې نبي عليه السلام ته وويل چې امر وكړه، چې د هغه مال څخه ماته لږ څه راكړل شي، چې ستاسره دى، نبي كريم (ص) ورته وخندل او هغه ته يې د خيرات وركړه وفرمايله.
همدارنګه حضرت عمر بن عبدالعزيز د شپې د تهجد لپاره جومات ته لاړ، په تياره كې يې بې پامه پر يو سړي پښه ولګېده او هغه سړى پرې راويښ او سخت ورته غوسه شو او ورته ويې ويل چې لېـــــــونى يې؟!! عمر بن العزيز په ډېره پسته لهجه ځواب وركړ: “نه، لېونى نه يم” او له هغه څخه يې بښنه وغوښته، په دې وخت كې د حضرت عمر بن العزيز پيره دار منډه را وكړه او له خليفه څخه يې پوښتنه وكړه، چې څه خبره ده، هغه ورته وويل چې هېڅ خبره نه ده، دغه كس راڅخه پوښتنه وكړه او ما ځواب وركړ.
لازمه ده، چې په دې هكله دغه ټكو ته پاملرنه وشي:
كشرانو ته د شفقت او مشرانو ته د احترام له مخې د هغوى هره تېروتنه بايد وبښل شي.
د قهر پر مهال ځان پوره كنترول شي او هېڅكله خپل وقار او درنښت له لاسه ورنكړل شي او د غچ اخېستنې بېكاره ګنډه بايد په زړه كې ونه ساتل شي.
ځان ته يوازې او يوازې په غوره اخلاقو، زغم او حوصلې سره شرافت او عزت وروبښل شي.
الله (ج) يحيى عليه السلام ته دسيد (سردار) لقب وركړى او دا ځكه چې هغه حليم او با حوصله ؤ
حضرت علي (رض) فرمايي چې حليم ته لومړۍ دا ښېګڼه ور په برخه كېږي، چې ټول خلك يې د جاهل پر وړاندې مرسته كوي، عرابه بن اوس ته وويل شول، چې ته څنګه د خپل قوم له شر څخه خلاص او پر هغه مشر شوې، هغه وويل: د جاهل پر وړاندې له زغم څخه كار اخلم، له سوالګر سره يې مرسته كوم، د محتاج اړتيا يې لرې كوم او څوك چې دا كار وكړي، هغه خامخا بريالى كېږي او څوك چې زما څخه ډېر څه وكړي هغه تر ما هم غوره او بهتره دى.
لقمان حكيم وايي: حليم د غوسې، زړور د جګړې او ريښتينى دوست د سختۍ پرمهال ښه پېژندل كېږي.
نو ګرانو وروڼو هرڅوك بايد پوره هڅه وكړي چې تل حليم، با حوصله او زغم لرونكى واوسي او كه څوك په طبيعت كې حليم نه وي، هغه ته لازمه ده، چې حلم او زغم كسب كړي او ځان پرې عادت كړي، ځكه حلم هم د علم په څېر ترلاسه كېداى شي. هر چا ته لازمه ده، چې په دې غوره صفت سره ځان ښكلى كړي او په غوره اخلاقو له نورو خلكو سره چلند وكړي. په عربي كې يوه مقوله وايي: په هر څه كې چې حلم رامنځ ته شي، هغه شى ښكلى او په هرڅه كې چې غوسه رامنځ ته شي د هغه خوند خراب شي.
نو خداى (ج) دې موږ ټولو ته دغه ښكلى خوى او صفت را په برخه كړي.