جلال اباد : دجمعت اصلاح بی سارې غونډه

16 | فبروري 26th, 2009


دتېرو شپږو ورځو راهسي  دجلال اباد په عيد گاه جومات كې  دټولني داصلاح او دافغانستان دټولنيز پرمختگ  (جمعيت اصلاح) له خوا د (قران پوهني ) تر نامه لاندي يوه لويه غونډه دلسگونو زروكسانو په گډون جوړه او نن پاي ته ورسيده ، په دغه غونډه كې پر بيلا بيلو ديني  موضوعاتو دمولي عبدالصبور له خوا هر اړخيزې وينا وي  وه شوي او خلك يې دقران شريف پوهي او پري عمل ته راوبلل ، په دغه غونډه كې د خلكو تر څنگ زرگونو ښځو هم په بي ساري کچه برخه اخستي وه ، دقران پوهني دوروستي غونډي پر مهال دجمعت اصلاح دمركزي شوار غړې استاد محمد نعيم جليلي  يادونه وكړه  چې دا وړغونډي به دهيواد په گوت گوټ كې جاري وي اوخلك به  دقران پوهني او پر ديني مسائلودعمل لپاره دعوت كيږي  .
دجلال اباد  ډېرې ښاريان له دغه اقدام څخه ډير خوښ وو او بيا بيا يې هيله كوله چې دا وړ پروگرامونه  ورته نور هم جوړ شي.
 ياده دې وي چې جمعت اصلاح  په خپله بڼه  دهيواد په كچه لمړني ديني  اورگان دي چې يو شمير ديني  هيڅي يې پيل كړي او ددي لپاره يې يو شمير چاپي رسني او په كابل كي  داصلاح غږ په نامه يوه اف ام راډيو هم په لاره اچولي ده

Copyright Larawbar 2007-2024