کور / ترخې خبري / ولي په کندهار کښي برېښنا نسته ؟!

ولي په کندهار کښي برېښنا نسته ؟!

نږدي يو کال مخکي د اسټراليا هېواد د جنراټورانو د يوي فابريکي يوه استازي، چي ښاغلى غفار نعيمي نومېدى او په خټه افغان و، پلازمېني کابل ته تشريف راوړ. د اوبو او انرژۍ وزير ښاغلي اسماعيل خان، د پارلمان د دوو کندهاري استازو (يو زه پخپله وم او يو هم شهيد حبيب الله جان و) او د کندهار ولايت د پخواني والي (اسدالله خالد) په موجوديت کي له ښاغلي نعيمي سره يو تړون لاسليک کړ، چي د (٧) اوو ميليونو آمريکايي ډالرو په بدل کي به کندهار ښار ته (٢٣) درويشت جنراټوران راوړي .

د دغه تړون پر مهال د کندهار پخواني والي اسدالله خالد وويل، چي له يادو شوو اوو ميليونو آمريکايي ډالرو څخه به (٣،٥) دري نيم ميليونه ډالر زه د بيارغوني له پيسو څخه ورکړم، چي زما سره نقدي پرتي دي، او (٣،٥) دري نيم ميليونه ډالر نوري پيسي د جمهور رئيس په ځانګړي امر د ماليي وزارت له حساب څخه ورته منظوري کړل شوې .

کله چي زموږ په موجوديت کي دا تړون لاسليک شو، نو تر دي وروسته اسدالله خالد د کندهار له خلکو سره د کندهار ټلوېزيون پر پرده د زېري په ډول ژمنه وکړه، چي په راتلونکو څو اوونيو کي به کندهار ته نوي جنراټوران راورسېږي او له دي سره به کندهار ښار د دوه دېرش مېګاواټه برېښنا خاوند شي. ده وويل، چي له دغه دوه دېرش مېګاواټه برېښنا څخه به دوه ويشت مېګاواټه برېښنا له همدغو نوو جنراټورانو څخه توليدېږي او لس مېګاواټه نوره برېښنا به له کجکي بند څخه راځي، چي ټولټال دوه دېرش مېګاواټه برېښنا کېږي .

د کندهار ښار خلک د ټلوېزيون له لاري د دي خبر په اورېدو سره ډېر زيات خوشحاله شول. ځکه هغوى د ملي ټلوېزيون له لاري هم وليدل، چي د کندهار ښار د برېښنا جوړولو تړون د پارلمان د وکيلانو، د وخت د والي او د برېښنا او انرژۍ وزير تر منځ لاسليک شو.

څو اوونۍ نه؛ بلکي څو مياشتي تېري شوې، مګر د کندهار ښار برېښنا ورکه شوه. کله چي مي په ډوبۍ مي له غفار نعيمي څخه پوښتنه وکړه، چي جنراټوران څه شول؟ هغه په ځواب کي راته وويل، چي د کندهار ولايت له خوا تر اوسه يوازي څوارلس لکه ډالر رالېږل شوي، او يوويشت لکه ډالر يي پاتي دي. هغه راته وويل، چي موږ کندهار ته تر اوسه يوازي د څوارلس لکه ډالرو معادل ماشينان ورلېږلي دي .

دا هغه مهال و، چي اسدالله خالد نوى له کندهار څخه تبديل شو او د هغه له تبديلېدو سره  سم پيسي هم ورکي شوې. اوس پوښتنه دا پيدا کېږي، چي دا پيسي څه شوې؟ په داسي حال کي چي هېڅوک هم دا پوښتنه نه ځوابوي!…

په دي موضوع کي مي د ولسمشر له ورور ښاغلي محمود کرزي او د ماليي له پخواني وزير ښاغلي انورالحق احدي څخه پوښتنه وکړه. هغوى هم د ورکو شويو پيسو په اړه معلومات نه درلودل او ويل يي چي پيسي (بېځايه) شوي دي .

تر هغه وروسته مي د بېځايه شويو پيسو په اړه په کندهار کي پلټني وکړې. تر پلټنو وروسته جوته شوه، چي پيسي د کندهار ولايت په اداري چوکاټ کي د اسدالله خالد په امر او د نورو چارواکو په مرسته د جعلي اسنادو په وسيله ايستل شوي وې. د دي لپاره چي موضوع څه ناڅه روښانه شوي وي، نو بايد ووايو چي د بيارغوني لپاره دوه ډوله پيسي دي، يو هغه دي چي د اسنادو له مخي ولايت ته ورکول کېږي، خو ځيني داسي هم شته چي مستقيما خپله والي ته ورکول کېږي او والي يي په خپله مصرفوي، دا هغه پيسي دي چي د اسنادو له مخي نه مصرفېږي. په دغو پيسو کي يوه اندازه ونډه د ولايت اداري مسوولينو ته هم ورکړل شوي ده؛ خو زياته اندازه يي تبديل شوي والي (اسدالله خالد)، چي د برېښنا جوړولو تړون يي له اسټراليايي کمپنۍ سره کړى و، له ځان سره وړي دي.

له ښاغلي جمهور رئيس څخه مي هيله دا ده، چي د مهربانۍ له مخي دي د دغو پيسو د تثبيت لپاره يو باصلاحيته هيئت وټاکي او دا موضوع دي وڅېړي .

څو ورځي مخکي ښاغلى اسدالله وفا کندهار ته د کندهار ولايت د اداري چارو د نظارت او تفتيش لپاره راغلى و او د خپل سفر په ترڅ کي يي يوي مهمي موضوع ته اشاره وکړه. هغه دا چي ښاغلي ګل آغا شېرزي د بيارغوني ټولي پيسي په کندهار کي پر بيارغونه لګولي او څرګند ثبوت او بېلګه يي هم په نوموړي ولايت کي د (١٢٨) پروژو تر سره کول دي، چي دا مهال په کندهار کي د هماغو پروژو ښايست کندهار ته يو بېل رنګ ورکړى دى. د ګل آغا پر هغو بيارغونيزو کارونو، چي نوموړي د خپل ولايت پر مهال په کندهار کي تر سره کړي، هېڅوک؛ آن د ده دښمنان هم سترګي نه شي پټولاى. ځکه شېرزى په کندهار کي د ښکلي بيارغوني په ترسره کولو د بيارغوني اتل شو او له همدي امله يي د بيارغوني د اتل په نوم څو مډالونه هم تر لاسه کړل. که تاسي د کندهار ښار او د دي ولايت يو شمېر ولسواليو ته ورشئ او د ګل آغا شېرزي له خوا تر سره شوي د بيارغوني د کارونو ښکلي بېلګي وګورئ، نو هغه مهال به درته معلومه شي، چي ګل آغا شېرزى رښتيا هم د بيارغوني او د هېواد د بياجوړوني په چارو کي سيال نه لري او هغه مډالونه او لقبونه، چي ده ته د بيارغوني په برخه کي ورکول شوي، بېځايه نه دي. مګر کله چي ګل آغا شېرزى له کندهار ولايت څخه ولاړى، د بيارغوني پيسي دوه برابره شوې، خو بيارغونه نه يوازي دا چي دوه برابره نه شوه، بلکي د بيارغوني هغه بهېر لا په ټپه ودرېد، چي د ښاغلي شېرزي له خوا پيل شوى و، چي له بده مرغه دا مهال هم د بيارغوني خوند نشته .

که څه هم د کندهار ولايت د بيارغوني لپاره د اسدالله خالد په وخت کي د ګل آغا شېرزي د وخت په پرتله پيسي دوه برابره وې، خو دا چي ده د کندهار ولايت له بيارغوني سره حساسيت درلود، ځکه يي په کندهار کي بيارغونه بنده کړه. زه د پارلمان د استازي په توګه له ښاغلي وفا صاحب څخه مننه کوم، چي په کندهار کي يي د بيارغوني په نوم د پيسو ټولولو ته د پاى ټکى کښېښود.

زه د خپلي دندي د مسووليت په احساسولو سره خپلو مؤکلينو ته دا وايم، چي ستاسو پيسي د برېښنا په پلمه وړل شوي دي. ما دغه ستونزه ستاسو او د هېواد د لوړپوړو چارواکو تر غوږونو پوري ورسوله او خپل مسووليت مي تر سره کړ.

يوه بله خبره، چي له موضوع څخه دباندي ده، دا ده، چي په دي وروستيو کي له ارګ ماڼۍ څخه ډېري تندي آوازي اورېدل کېږي، چي دا ځل اسدالله خالد پارلمان ته د ټرانسپورټ د وزير په توګه ورپېژندل کېږي . تاسو ټول خبر ياست، چي ټرانسپورټ وزارت يو عايداتي وزارت دئ او په کال کي سل ميليونه آمريکايي ډالر عايد لري. د دي وزارت عوايد د دولت د مصارفو او د دولتي مامورينو د معاشونو لويه برخه برابروي . نو کله چي د کندهار پخوانى والي اسدالله خالد په کندهار کي لا د خپل ولايت پر مهال په اداري او اخلاقي فساد کي ډوب و، بيا دي نو خداى (ج) د دي وزارت پرده کوي!…

تبصره نسته

  1. پښتون صاحب افغان ولس ته د معلوماتو له وړاندي كولو مو مننه!
    هيله ده چي د ولسي جرګې غړي د ټرانسپورټ وزارت ته هم د دې هلك خيال پلو داسي ور خراب كي، لكه د پارلماني چارو وزارت، د هرات ولايت او د سرحدونو وزارت ته چي يې د تګ ټولي خيالي ماڼۍ ړنګي سوې.
    موږ نه پوهېږو چي حامدجان په دې هلك كي څه ليدلي دي، كم يې اخلاق، كم يې خدمت او كم يې استعداد چي دى دونه پر ولاړ دئ.

  2. په نورو هيوادونو کښي د دولتي پوسټ دپاره هر کانديد او اړوند کس د ځانګړي ازمويني، لياقت ، ځيراکت او پوهني پر اساس لاره پيداکولائ سي لکه د پښتني سيمو څخه د کانکور ته بريالي سوي زده کوونکي(دغه د کانکور امتحان د دولت د لوړ پوړو مارشالانو څخه ولي د بيا کنټرول پر اساس نه اخستل کيږي؟ )؛ خو د افغانستان په دولتي سيسټم کښي هر څه د شناخت، قوم او سيمي پر اساس ترتيب سوي دي، که د افغانستان دولتي او اداري سيسټم د اروپا د کوم هيواد په عصري او کمپيوټري شکل واړول سي، ډېر به ښه وي، يواځي د روس او اېران په پوهنيز نصاب د افغانانو ښه نه کيږي، چي د پوهني وزارت خپل ټوله نصاب په ايران کښي ترتيبوي(؟!)، دنيا په ښکلو او پرمختللو نصابونو او عصري سيسټمونو ډکه ده، اخر دا د کمپيوټر عصري ((غير رشوتخور)) نوښت به کله افغانستان ته راځي ؟

  3. په کندهار کی چی والي يې د پوهنتون ملي پانګه غلا کوی او په کاناډا کی پناه اخلي او هر والی يې د برق په نامه پيسې خپلو شخصي جيبونو ته اچوي او هر والی د کرزيانو ملاتړ د ځان سره لري د برق د سمولو تمه خو له هيچا نه کيږي.

  4. PASHTOON SAHIB STA SAKHA ZA YAW SAWAL KAWAM,,,, AYA PA KANDAHAR KI YAWZI DA BARQ MOWZOO DA???AYA PA NORO CHARWAKOO NA YA KHABAR CHI SA SA KAWEE,??? AOW SA SA YA WAKRAL???MOZH KANDAHRAYN AOS SHA POHIZHO,CHI TA AOW ASADULLAH,KHLAID SARA ARIFAAN YAST,,,CHI TOLA RAZONA DAI YA IFSHA KARAL,,, WALI POOR DA NORO BANDI ROND AOW KON YA ??? TA DI KHODAI WAWAHI KA PA KHABRA YA ?????GORA MOHTRAMA! POR MOZH DA YAWA KHALID AOW DA BAL KHALID HIS PARQ NASTA…TASO KHPAL HAAL WA WAYST???TASOO SA WAKRAL DA KANDAHRYANOO DA FORA ????AYA YAWAZI GUL AGHA SHERZAI DA KANDAHAR WOO???RISHTYA HAM SHER ZAI, SHER ZAI WOO,KHO APSOS APSOS CHI TOLO HAGHO KANDAHRYANOO CHI PA DAWALT KI WAZIFA LARI,YA PA WALAYATI SHORA KI WAZIFA LARII, YA PA PARLAMAN KI WAZIFA LARI,YA PA SANA MAJLAS KI WAZIFA LARI ,DA SHER ZAI SAKHA YA YAW LAZH SA HAM ZDA KARI WAYI,,AOS BA MOZH TOLA KANDHRAYAN PA TOLA DUNYA KI DASI BAI IZATA NA WAYI,,,, ,,,,,, PASHTOON SAHIB NOOR BAS TA!!!! LOTFAN, AOS MOZH PA HAR SA POHIZHOO,,,,,KHAIR DAI CHI KARZAI SAHIB PA TOLA DUNYA KI DA KANDHAR RANG WAR BAD KAI,, AOW TASOO NORO PA DA KHIL AOW KHARIJ 2 RO KI,,,,, RANG RA BAD KAI,!ZAMOZH NORA DA SABAR KASA DEAR WAKHT DA MAKHA DAKA SAWEE DA,,,NOOR NO TASOO KHPAL AMRICAN PASPORTONA DA BAXONO SAKHA RA WA BASI,,AOW BOOTONA PA TYAR KAIE,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

  5. سلامونه . اي سپيڅلو مسلمانانو پښتنو دالله په خاطر را ودانګي خپل وطن ته نجات ورکړي .

  6. په نورو ولایتو کی خو داسی ډیمونه ولار دی خویوازی په کندهار کی نشته!دانسانانومرګ خو ورته معاف او ته پکی دبرق غم خوری؟ دکرزی دلاسه می د خپلو ټولو پشتانو حتی دخپل ځان نه هم بدراغلی . بس کی پشتون صاحب دامقالی نوری مه نوشته کوی چه دا په دی کرزیان که څه ګیدړان دی هیڅ تاثیر هم نه کوی. برق خو پریږده چه زمونږ تاریخ،کلتور رواجونه …. یی دخاورو سره خاوری کړل.خدای دی ددخ غوژونه خاوری کی امین!

  7. دغه ورور ته چې پښتو يې په انګرېزي ليکلې ده:
    د پښتون صاحب دې کور ودان وې چي دا خبره يې په ډاګه کړه. خاينان ، غله او د هيواد او علم دښمنان چې هرڅوک وې او په هر قوم يا سياسي ډله اړه ولري بايد رسوا محاکمه او په دار وځړول شي . هېواد به هلته آباد شي او خارجيان به هله ووزي چې زه او ته او نور هېوادوال په دې خاوره باندې زړه وسوځوو او د وطن پلورونکو او قاتلينو ټغر ورټول او د علم د دښمنانو سره يې يوځای دوږخ ته ولېږو.

  8. شاباس خالد پښتون د نامي زو چي دومره غټ حقيقت دي تر اوسه پوري پټ ساتلئ وو او اوس چي خاوري اسدالله خالد اوبو واخيستئ نو تا خپل وار پرې دمخه وکړ، انډيوالي خو تر پايه – پايه پوري وي، خو که ته د لوېديځ زون د مافيا سره په رښتيا نوري اړيکي نلرې او رښتيا دي نوره توبه ايستلې ده؛ نود لوېديځ زون د ښامارانو په اړه به ستا دغسي نوري ليکني او پټ حقيقتونه ولس ته تا صادق معرفي کړي، کنې ته يې هم لوی فارټنر يې!

  9. خالد پښتون ته ! ستاسی لیکنی راته یو څه دموکلیت احساس را پکی
    ژوندی کړ، اوپه دې لیکنه سره موږ ته ثابته سوه چی تاسی نه یوازی دیوتکړه لیکوال په صفت ، بلکي دیوعمیق روشنفکره په صفت مو خپله ادعا داحساساتوپربنا نه ، بلکی د خاصوشواهدواومسولیت پربنسټ موټولني ته وړاندي کړې ده ، چي درڅخه زیاته مننه کوواودلازیاتو
    غوښتونکی مویم .
    عبدالروف فطرت

  10. نغه سادات ته :اوس چي برقونه سم سوي دي پر دغه هم شكر نه كاږي د ځانه نظر وركوي او په هيڅ شي خبره نه يي،خداي دي توريالي ويسا ته خير وركړي چي اوس يي موږ ته په 24 ساعته كي 8 ساعته برقونه سم كړي دي ،افرين پر اسدالله خالد خو ديي بلا و ګرځئ ، اغلي نغه سادات :چه په شي نه يي خبر ،او چه پاخه شواهد در سره نه وي ،بيځايه خبري او بيځايه نظرونه مه وركوه .
    مننه

  11. دا خبری چی محترم خالد پښتون لیکلی دي، دا هغه د خپل مسئوليت له مخي ليکلي دي ځکه دى د کندهار د خلکو استازى دى او ملي او اسلامي مکلفيت لري چي خپلو مؤکلين له داسي حقايقو څخه خبر کړي. دا چي ښاغلي نانک ليکلي دي چي خالد پښتون ولي دا خبري دا دومره ډېر عمر نه کولي ، دي ورور ته زه دا وايم چي د برق دا ستونزه دونه زړه نه ده چي ته وائي دا دونه ډير عمر. دا کيسه په دي وروستيو مياشتو کي پيښه سوي ده. د خالد پښتون صاحب دا خبره چي اسدالله خالد په کندهار کي د بيا رغوني سره حساسيت لري، دا خبره يو روڼ حقيقت دى او د دې نه هيڅ با وجدانه انسان سترګي نشي پټولاى ځکه په دې څو کلونو کي موږ د اسدالله خالد لخوا تر سره سوي د بيا رغوني هيڅ د پام وړ پروژه نه وينو.

    هو، يو هغه پروژې دي چي د کليو پراختيا او بيا رغوني وزارت لخوا پر مخ بيول شوي دي، هغه دي اسدالله خالد په ځان پوري نه تړي او نه دي خلک غولوي او نه هم خلک د ده په دې درواغجنو ادعاګانو غوليدلاى سي. اوس خو داسي وخت راغلى دى چي که کوم با ضميره انسان د رشتيا ويلو جرات کوي، نو د دي تالۍ څټو سل ډالريز مزدوران ئي د شخصي تضاد له مخي بولي. د سپين بولدک سړک د اسيائي بانک په مرسته، د ډنډ چوک څخه د هرات پر لور غزېدلى سړک د جاپان لخوا او د ارغستان سړک هم د امريکا د مرستندويه پرمختيائي اداري لخوا جوړ سوى دى. دا هغه څه دي چي که اسدالله خالد نه واى، هم به کيداى. نو دا څو کاله چي اسدالله خالد د بيا رغوني په نامه په مليارډونو پيسي کش کړې، دا څه سوې؟ کومه ده د ده د بيا رغوني پروژه؟ معلومداره خبره ده چي ټولي ئې نوش و جان کړي دي.

    زموږ د کرزي صاحب نه هيله دا ده چي نور دي افغان ملت په دا ډول د سپيني ورځي په غلو لکه اسدالله خالد، نه زوروي. موږ د بريښنا وزارت نه هم هيله کوو چي د دي موضوع پلټنه وکړي او اسد خالد څارنوالۍ ته معرفي کړي.

  12. ننگیاله وروره دیری شایسته خبری دی لیکلی دی. بيخي که درته ووايم چي زما د زره خبري دي کري دي. خداى دي خوشاله وساته.

  13. خالد پښتون ئي اوس پيزني، موږ ئي له وړکتوبه پيزنو چي اسدالله خالد سخت بداخلاقه انسان ده

  14. خدای ته وګورئ يواځي مو دا د خدای بې کسه اسدالله خالد ته کش کړې ده، که اسدالله خالد هر څه کړي دي، نو والله چي دده سره يو او نيم نور لوړپوړي کندهاريان هم شريکان وه، کنه خالد خو په يواځي سر نه غلا کوائ سوائ، نه فاحشي، که خالد محکمې ته کش کيږي نو د ده تر مخه اول – اول بايد دده د دورې د کندهار ټوله لوی چارواکي هم په اول قدم کښي ورسره محکمه سي، لکه : د کندهار د ولايتي شورا کسان ، د ولسي جرګې د کندهاراستازي ، د کرزي د کورنۍ ځيني غړي او د اسدالله خالد د بيزنس اوسني خوابدي فارټنران

  15. به کندهار کی گرده غله دی

  16. ګل ماشومه! که ته کندهاری يې نو ته هم غل يې ځکه غله پېژنې . او که د بل ځای يې نو دومره درته وايم چه تا تراوسه کندهاريان نه دي پېژندلي . خپله خبره دي بېرته واخله چې په دې اړودوړ کښې خوږ نه شې .

    او نانکه وروره دا (فارټنر) دي د کمه ځايه کړئ دئ؟ زما په خيال ستا موخه د انګرېزي ژبي (پارټنر) دئ چې په پښتو کښې شريک ورته وايي . که انګرېزي په پښتو ليکې نو سمه يې وليکه چي پښتو ژبه دي هېره نشي .
    په تبصرو کښي د قلم او کلام عفت وساتئ !

  17. Time to think seriously about next election. It is sad to see these officials robbing poor Afghans. I hope that Afghans will learn from their mistakes, and elect some that really works for the prosperity of our people. We really do not have a life anywhere in the world.

  18. ټولو ته سلامون:
    مړه ګيله ترينه نه ده پکار د کرزي (امريکايي) اداره کې چا د سړي بچې ليدلى ؟