کور / تازه خبرونه / د خوشحالۍ خبر: پښتونخوا- پښتو په تعليمي نصاب كي شاملېږي

د خوشحالۍ خبر: پښتونخوا- پښتو په تعليمي نصاب كي شاملېږي


د پاكستان د ښووني او روزني وزارت اعلان كړى، چي په نوي پيلېدونكي تعليمي كال كي به په ټوله پښتونخوا كي له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم پوري پښتو ژبه په تعليمي نصاب كي شامله سي.
د تېر يوه كال راهيسي چي د نيشنل عوامي ګوند په پښتونخوا ايالت كي حكومت جوړ كړى، د دې ايالت په اتو ولسواليو كي يې پښتو رسماً په تعليمي نصاب كي شامله كړې وه، چي د ښووني او روزني وزارت د چارواكو په وينا سږ كال به په پاتو شپاړسو ولسواليو كي هم شامله سي.
لر او بر ويبپاڼه ټولو لر او بر افغانانو ته د دې مثبت پرمختګ له امله مباركي وايي او په ځانګړي ډول په دې لاره كي د نيشنل عوامي ګوند د غړو له هلو ځلو څخه مننه كوي.