کور / هراړخیز / فکري ټکنالوژي پرخپل ځان دباورکولودیرش ګوني آرونه

فکري ټکنالوژي پرخپل ځان دباورکولودیرش ګوني آرونه

مفتي احمد فرزان - کندهارلیکوال : ډاکټرعلی رضا آزمندیان
په ایران کې دفکري ټکنالوژۍ بنسټ ایښودونکی

 

لومړی اصل :


دمهربانه څښتن پرقدرت اومرستي تکیه


دا په انسان کی پرخپل ځان دباور درامنځته کولوله آرونوڅخه ترټولومهم آردی ، ځکه چې انسان یوه داسی پدیده ده ، کله چې حس کړی یوازی دی اودتکیی څوک ترشانلری نو وارخصاکیږی ، روحیه یی اضطراب مومي اوپرخپل ځان باندی باورله لاسه ورکوي.
خوبرعکس ترکومه ځایه چې پریوچا یایوشي باندی تکیه ولري په ځانګړي توګه داروایی لحاظه ،نو دارامۍ احساس کوی اوپرخپل ځان یی باورغښتلی کیږی .
اوس نوکه دغه ډول تکیه ګاه دلوی څښتن سپیڅلی ذات وی ، ښکاره خبره ده چې دغه ډول انسان به ډیر ارام ، مطمئن اوپرخپل ځان باوري وي.
په ځانګړي توګه هغه مهال چې نوموړی انسان په واقعي توګه پردی باورولري چې خدای هغه ته دغاړی تررګ هم نیژدی دی اولوی خدای خپل ښه ، پاک اونیک عمله بنده له هررازستونزوڅخه ساتی اودژوندپه ډګرکی ور څخه دفاع کوي .
(ان الله یدافع عن الذین امنوا)
((خدای له خپلوایمان لرونکومؤمنانوڅخه دفاع کوي))
کله چې انسان وکولای سي هره شیبه په خپل ذهن کی دغه ډول ښکلی احساس له ځان سره وساتي ، داپخپله یوه ښایسته اندیشه زیږوي اویوداسی ښکلی فکردی چې دیوه ځواکمن سیګنال په شکل په لاشعوری توګه په ضمیراوزړه ننوزی اوپه پایله کی یی یوه ښایسته روحیه ، ښایسته باوراوپرخپل ځان ښکلی اعتمادمنځته راوړي.

دویم اصل :


خپل ځان پوهول ، بیداره کول اوشیبه په شیبه خپل ځان ته کتل
Self Consciousness
دااصل دفکري ټکنالوژي اوپرخپل ځان دباورله اغیزمنواوارزښتمنواصلونوڅخه دی.
دااصل له هغه حقیقت څخه پرده پورته کوي چې توانمن انسان په دقیقه توګه شیبه په شیبه خپل ځان ته متوجه دی ، هغه انسان چې هره شیبه پرخپل ځان پام کوي اوپرخپل دننه اوضمیرباندي دا القاکوي چې دی نورهغه پخوانی انسان نه دی اوخپل ځان یی دخدای په اراده نوی خلق کړی.
هغه نورهغه پخواني منفي باورونه نلري .
دااصل تاته وایی چې ته نورهغه پخوانی انسان نه یی ، ته یوبل انسان سوی یی ، داسی انسان چي اوښتون پکښی راغلی  اودارامۍ ونړۍ ته رسیدلی دی .
 داسی انسان چي دخدای له  خوښی سره سم شخصیت یی موندلی ، داسی انسان چې درحمان خدای ښایسته بنده ځینی جوړسوی دی .
ددی اوښتي انسان ټولی ځانګړني هره شیبه دهغه دښایستوسترګوپه روښنایی کی ځلیږی اوپه ده کی اوچته روحیه ، روښانه امید، غښتلی باور، دروند شخصیت اوپرخپل ځان اعتماد رامنځته کوي.
داچې دااصل ولي دفکری ټکنالوژۍ ترټولومهم اصل دی علت یی دادی چې انسانان اصولاپه خپلوخانونوکي پخپله تغیرراولي اوفکری ټکنالوژي هم اصولادانسان په ضمیرکي په لاشعوري توګه دشیبه په شیبه پروګرام جوړولوحرکت ته ویل کیږی ، اوداکاردی ته اړتیالری چې انسان شیبه په شیبه خپل ځان ته وګوری اوله خپله ځانه ځان خبرکړي .
اوځان ته ووایی چې راسئ !
تاسی اوس یوبل ښایسته انسان سوی یاست ، اودامفهوم هره شیبه وخپل لاشعوره ضمیرته القاکوئ چي راسه زماپه نړۍ کی یولوی اتفاق رامنځته سوی ، اودادی اوس یوبل انسان دژوندپه ډګرکی واکمني چلوي اوداتاسي خپله یاست.
ښایسته انسان ، متعالي ، دزړه له تله له عشقي نړۍ سره تړلی انسان ، دخودباورۍ اوپرخپل ځان داعتمادله نړۍ سره یوځای سوی انسان، موحدانسان، متدین انسان، آرام ، دشخصیت څښتن ، روڼ اندی ، سالم ، محبوب، له خوراخوشاله اوخوشالي زیږونکي روحیی سره او…
 داد خپل ځان پوهولو ، بیداره کولو اوشیبه په شیبه خپل ځان ته کتلواصلی معنی ده اودادی ستاسودخپل ځان په وړاندی دشیبی په شیبی احساس.


نورپه بله ګڼه کې….

درېیم اصل :
دځانګړتیاو بدلون اودنویونښورامنځته کول

دااصل پرخپل ځان باندي دباورکولوددویم اصل دعملی کیدو تضمین کوي .
داځکه چې انسانان هیرجن دی،اوکیدای سي تاسوهغه ډول چي ښایي خپل ځان ته شیبه په شیبه متوجه واوسئ ، هیرکړئ اوله یاده موووزي چي هرګړی خپل ځان ته ووایاست ، زه نورهغه پخوانی انسان نه یم ، زه اوس یوښایسته انسان سوی یم،اوکیدای سي تاسوخپل لاشعوره ضمیرچې هره شیبه دمثبتواوښایسته سګنالونووترلاسه کولوته منظردی ترڅوپه تاسوکي تازه باورونه پیداکړي ، تغذیه نه کړي اودخداي په امان یی وسپارئ اوپای دغه شیبه په شیبه بدلون ښایی ودروئ!
ددي لپاره چې دغه ډول یواتفاق رامنځته نسي اوستاسوشیبه په شیبه هوشیاري ستاسوله غوږه ووهل سي له دي اصل څخه ګټه اخلو، په دي ماناچې په خپله نړۍ کي داسي نښي نښاني رامنځته کووچې هرګړی موږته فریادراورسوي اوراپه زړه کړي چې راسه ته نورهغه پخوانی انسان نه یي ، بلکی له تاڅخه یوبل ښایسته انسان ګرځیدلی یی .
دبیلګي په ډول که چيری ستاسوله ځانګړنوڅخه یوه داوي چې تاسومعمولاساعت په چپه لاس ترلاس کوي نومهرباني وکړئ همداشیبه یي له چپه لاسه خلاص کړئ اوپه راسته لاس یي واغوندئ، اوپاته داکتاب په داسي حالت کي ولولئ چي ساعت موپه راسته لاس تړلي وي.
کولای سئ دکوردکوراسیون (سامان آلاتو) ته بدلون ورکړئ، اوهمداسي نوردژوندسره تړلي شیان بدل کړئ!
اوپه ځان کي داډول باورون پیداکړئ:
داسي انسان چې دزرګونوځانګړتیاولرونکی دی، داسی انسان چې پرخپل ځان باندي دباوراوعتمادپه دنیاکي ژوندکوي، داسی انسان چې له زرګونوخلاقواوروحیه جوړونکوفکرونو سره دي او….
زه دټولوښیګڼومستحق یم.

څلوراصل :


ځان موندنه (زه څوک یم؟)
تاسوګران لوستونکي فکري ټکنالوژۍ دیوه موفقه انسان په توګه ، هغه انسان یاست چې دځان پوهوني داصل پربنسټ په ترتیب سره هره شیبه خپل ځان اوخپل لاشعوره ضمیرته توجه لرئ ،اودشتون په نړۍ کي خپل ځان ترکنټرول لاندي نیسئ اواروزوئ یي ، ځکه نوتاسوهمیشه له ځان څخه پوښتنه کوئ چي زه څوک یم ؟
ددي پوښتني ځواب نه یوازي داچي ستاسودشعورپه سیسټم کي فکرته لاره هواروي اوستاسوشخصیت ترارزبابۍ اواصلاح لاندی نیسي ، بلکي ستاسوپه لاشعوره ضمیرکي هم داپوښتنه چیوه ارزښتمن واریدیدونکي سیګنال په توګه ددي لامل ګرځي چي ستاسودشخصیت ټول مثبت فایلونه اوتوکي ترکتني ، ارزوني اوڅیړني لاندي نیسي اوددي پوښتني ځواب په لاس راځي ترڅوستاسودباورنوپه نظام کي نوي اوتازه باورونه ځای ونیسي .
تاسوپه دي پوښتني سره چي هروخت یي له ځانه کوئ ، ددي باعث ګرځئ چې ستاسوددننی ښایست ښه ومومئ اوهغه ښایسته شخصیت چې ستاسودعلاقي وړدی ستاسوپه وجودکي شکل ومومي.
دبیلګي په ډول : کله چي تاسوله خپل ځان اوخپل لاشعوره ضمیرڅخه پوښتنه کوئ چې زه څوک یم ؟ ستاسولاشعوره ضمیر ستاسودشخصیت په فایلونوکي دکمپویټري پلټني غوندي په ځواب کي تاسوته داسی باورپیداکوي لکه : ته دلاوریی، ته ښایسته یي، ته ځواکمن یي، ته مهربانه یي، ته عاشق یی، ته یوارام انسان یي اوپه دی ترتیب نوخپل دغه ډول پوښتني په تاسوکي پرخپل ځان باورپیداکوي .
زه اوس یوبل ښایسته انسان ګرځیدلی یم.


پنځم اصل :


ځانلیدنه(دشخصیت ، ځانښایستګۍ اوځان سالارۍ احساس)
تاسودفکري ټکنالوژۍ دانسان په توګه بایدهمیشه خپل ځان احساس کړئ، دځان دښایست، دځان دښه والي ، ښه شخصیت اوځان سالارۍ احساس بایددرسره ولرئ.
شیبه په شیبه ځان ته کتل ددي غوښتنه کوي چې همیشه دځانوالي هغه ښایسته انځوردخپل زړه اوذهن په هنداره کي وګورئ اوورباندی باوروکړئ.
هره شیبه ددغه ډول احساس لرل ، ستاسولاشعوره ضمیرته دیوه ځواکمن سیګنال په څیردی ترڅوستاسوباورونه غښتلي اولوړکړي اوتاسو پرځان دباورکولونړۍ ته له ځان سره بوزي.
په بنسټیزډول تاسوچي هره توجه چې تاسویي په ښایسته اومثبته کتنه ځان کوئ ستاسودلاشعوره ضمیرپه تل کي یوجوړونکی سیګنال رامنځته کوي چې یوډیرښه اوښایسته حاصل به له ځان سره ولري.
هغه انسانان چې له خپله ځانه بی خبره دي خپل شخصیت هم له یاده باسي.
هغه انسانان چې دځانپوهني په نړۍ کي ژوندکوي همیشه خپل ځاني ښایست وینی اوورباندي باورکوي اوپه پایله کي په خپل ځان کي شخصیت جوړوي.
تاسوهرګړی دځانښایستګۍ احساس وکړئ اوخپل ځان سالاراومخکښ احساس کړئ ، پرخپل ځان باوروکړئ ترڅوخپل ځان ښایسته ووینئ.
که چیري غواړئ متوجه سئ چې نورستاسوپه وړاندی څه احساس لري دونه بس دی چې تاسوووینئ چې تاسودخپل ځان لپاره څه احساس لرئ اوپه دي ډاډه سئ چې نوربه هم ستاسوپه اړه همدغسي احساس ولري.
دځانښایستګۍ اصل پرځان باندی دباورکولوله مهمو اصولوڅخه دی اوداپه خپل ټول وجوداحساس کړئ.
زه پرخپل ځان ویاړم.