د نړۍ اونيزي د څلورم کال لسمه ګڼه چاپ شوه

د لراوبر اداره | فبروري 28th, 2009


د نړۍ اونيزې د څلورم کال لسمه ګڼه په اخباري بڼه په ١٢ مخونو کې له چاپه راووته.

نوموړې اونيزه  د کورنيو او بهرنيو خبرونو سربېره او د بېلابېلو  سياسي او ټولنيزو ليکنو تر څنګ يو شمېر ځانګړې برخې هم لري چې په تازه چاپ شوي ګڼه کې يې لاندې مطالب خپاره شوي دي:

١- ستاسو وکيلان ستاسو په اند:

په دې برخه کې د ولسي جرګې د يو يو وکيل په اړه د خلکو نظرونه خپريږي، چې په ولسي جرګه کې د هغه له کاره خوښ دي او کنه؟ هغه ته په رايه ورکولو وياړي او که پرې پښېمانه دي؟ که نوموړى وکيل بيا ځان کانديد کړي، رايه به ورکړي او که نه؟ او …

چې د نړۍ په تازه ګڼه کې د مېرمن ارين يون په اړه د خلکو نظرونه چاپ شوي دي.

٢- ستاسو پوښتنې او د چارواکو ځوابونه:

دې برخه ته د ننګرهار د ولايتي ادارې د يو يو ريئس په اړه، چې مخکې اعلان شوى وي، خلک پوښتنې او نيوکې راليږي. بيا يې د نړۍ اونيزه د مرکې په بڼه له هماغه ريئس سره شريکوي او له هغه سره شوې مرکه په بله ګڼه کې چاپوي.

په تازه چاپ شوې ګڼه کې د ننګرهار د پوهنې له ريئس محمداقبال عزيزي سره مرکه شوې او نوموړي د خلکو رالېږلو پوښتنو او نيوکو ته په ورين تندي ځوابونه ويلي دي.

٣- د نړۍ شاعره :

په دې برخه کې د يو يو شاعر پېژندنه خپريږي او د هغه په فعاليتونو خبرې کيږي، چې په تازه چاپ شوې ګڼه کې د ځوانې شاعرې او د ننګرهار د ملي راډيو ټلوېزيون د وياندې ځلا دولتزۍ پېژندنه د هغې د شعر له بېلګې سره يو ځاى خپره شوې ده.

د سپورت نړۍ ، روغتيايي مشورې ، فلمي نړۍ ، په لپه کې درياب ، د بهرنيو ژبو متلونه او روانې چارې هغه نورې ځانګړې برخې دي چې د نړۍ اونيزې په هره ګڼه کې په پرلپسې ډول خپريږي او په تازه چاپ شوې ګڼه کې هم له نويو مطالبو سره چاپ شوي دي.

نړۍ اونيزه د هرې شنبې په ورځ د ٣٠٠٠ ګڼو په شمېر ، اخباري بڼه ، په ١٢ مخونو کې چاپيږي.

نوموړې اونيزه چې د انجينر فضل هادي فضليار په مديريت له ننګرهاره خپريږي، د خپلو لوستونکو او مينه والو څخه د هراړخيزې مرستې هيله لري او د هغوى هر ډول ليکنو ، وړانديزونو او نيوکو ته سترګې په لاره ده.

د اړيکو لپاره:

ګرځنده  :  ٠٠٩٣٧٧٢٢٧٩٧٨٦    ،   ٠٠٩٣٧٨٦٣٩٦٠٨٠

برېښليک :  Naray_weekly@yahoo.com , Lmar786@yahoo.com

Copyright Larawbar 2007-2024