کور / طنز / د ادب بې ادبه غلا

د ادب بې ادبه غلا

جمال خپل  یو نوی چاپ شوی کتاب  په تخرګ کې ټینګ  نیولی  وو د یوې  سمتي  ادبې غونډې په یو کنج کې غلی ناست وو نه پوهیده دا نوی کتاب چا ته وړیا ورکړي  که یا .
 و څنګ ته ناست سړي په خوشالې ترې وپوښتل:
دتخرګ لاندې دی څه شی پټ کړی دی؟
جمال په وارختايي  نور هم ځان سره را ټول کړی کتاب يې نور هم د تخرګ لاندې ټینګ کړ  اوپه وارختایې یې  و ویل:
– یا،یا، څه نه دي!!
هغه لکه چې غلا يې نیولي وي په ګلبانګ ورته  وویل:
 دا یوه څڼده یې مالومیږي  لکه چې کوم نوی چا پ شوی کتاب دي دی!
جمال ګوټه خولې ته ايښ ( چوپ) په نښه ونیوله  او ورو يې ورته په ننواتي وویل:
 که چا ولید سبا بیا بل  کتاب چاپيږي.
هغه وخندل او ويي ویل:
 دا خو لا ښه خبره  ده هر څه ډیر کتابونه هغومره بریالۍ ټولنه
جمال په شک ترې وپوښتل : تا هغه زما مخکې کتاب ولوست؟
هغه په ویاړ وویل : یا ولا
– ته خبر يې  ما هغه کتاب له انګریزي ، روسي  او اردو  له لسګونو ماخذو نو څخه ژباړلي او بیا مې د هغو غوړچان  چاپ کړی وو
– ښه، زه خبر نه وم !
 -له هغه له چاپه  دوې میاشتی نه وي تیری شوی دبي بي سي نه مې دنوی کتاب  دچاپ زیری تر غوږ شو ډیر خوشاله شوم
نن مې هغه تر لاسه کړ  زما دکتاب  دسراو اخیره وقایه   ایسته  شوې وه په سراو پای کې يې   څو د بې ادبانو  ادبیات  ورزیات شوی وه زماژباړل او غورچاڼ شوو توکي يې د خپلو  ښکلو ادبیاتو په  غیچې   سکښتي او بیا یې په خپل اند افغاني بڼه ورکړې وه  هغه  پوښ يې  په  خپل  مبارک نوم ،ژوند لیک او متفکر انځور  په ګانو سینګار  چاپ کړی وو د هغه ښکلې کتاب  په لیدو مې کړس کړس وخندل اوومې ویل:
څومره اسانه؟!!!!
 جمال  خپل تخرګ ته نغوته وکړه او څنګ سړي ته يې ویل: نو ځکه دا نوی کتاب چا ته نه ورکوم  پوهیږم دا وړیا کتاب  څوک نه لولې بېله ادبي بې ادبه غلو بل  څوک ګټه نه ترې  اخلي
 څوک نشته چې ورته ووايي:  ولې پهلوان پنبه!!!
 زه  نه غواړم زما ژباړه د هغه لیکنه شي!!!
د څنګ سړي په خواخوږی ورته وویل: هغه رښتیا د ادب  بې ادبه غل دی؛  خودا کتاب ماته  راکړه زه وعده کوم دا وار  هغه لولم  او بیله سکښتولو او تغیرولو هغه  په خپل نامه چاپوم .
جمال د هغه  دخبروپه اوریدو په  تراټ له سمتي ادبي غونډې ووت. او کتاب يې په بین( دکثافاتو په بکس) کې واچوی او ډاده  زړه کور ته رهي شو  او له روحی تشویشه يې ځان خلاص کړ .