ولسمشر حامد کرزي د راتلونکو ټولټاکنو په اړه فرمان صادر کړئ دئ

د لراوبر اداره | فبروري 28th, 2009


افغان ولسمشر حامد کرزید افغان ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس چي نن د شنبي په ورځ يي صادر کړئ ويل سوي چي راتلونکي انتخابات به د ثور په مياشت کښي؛ د انتخاباتو د مستقل کمېسيون د تعیين سوي نېټي څخه څلور مياشتي مخکي تر سره سي .

د افغانستان د اساسي قانون له مخي بايد انتخابات د ولسمشر کرزي د پنځه کلني – دوري تر ختمېدو (د روان لمريز کال تر جوزا ) نه يوه يا دوې مياشتي مياشت مخکي تر سره سي، خو تېره مياشت د انتخاباتود مستقل کمېسيون رئيس عزيز الله لودين وويل چي دوی په هيواد کښي د ثبات ټينګېدلو په خاطر د انتخاباتو نېټه د اسد د مياشتي تر ۲۹ مي نېټې پوري ځنډوي .

د اساسي قانون يو شپېتمه ماده داسي وايي :

جمهور رئيس د راي وركوونكو د آزادو، عمومي، پټو، او مستقيمو رايو وركولو له لاري په سلو كښي ترپنځوسو د زياتو رايو په ترلاسه كولو انتخابېږي. د جمهور رئيس وظيفه ترانتخاباتو وروسته د پنځم كال د غبرګولي په لومړۍ نيټه پاى ته رسېږي. دنوي جمهور رئيس انتخابېدل له دېرشو نه تر شپېتو ورځو دننه كښي د جمهور رئيس د كار ترپاى ته رسيدو دمخه سرته رسېږي . كه چېري په لومړي پړاو كي له كانديدانو څخه يو هم ونه كړائ سي چي په سلو كښي تر پنځوسو زياتي رايي ترلاسه كړي، انتخابات د دوهم ځل لپاره د انتخاباتو د نتايجو د نيټي تر اعلان وروسته د دوو اوونيو په اوږدو كښي ترسره كېږي. دا ځل يوازي هغه دوه تنه كانديدان په انتخاباتو كښي برخه اخلي چي په لومړي پړاو كښي يي تر ټولو زياتي رايي ترلاسه كړي وي. د انتخاباتو په دويم پړاو كښي هغه څوك چي د رايو اكثريت ترلاسه كړي، جمهور رئيس ګڼل كېږي. كه چېري د جمهوري رياست يو كانديد د راى ګيرۍ د لومړي يا دويم پړاو يا هم د انتخاباتو دنتايجو له اعلان څخه پخوا مړ شي، نوي انتخابات د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي. د جمهـورى رياست لپاره انتـخابات، د انتخاباتو د څارني د خپلواك كمېسيون تـرڅارني لاندي ترسره كېږي. دا كمېسيون په هېواد كښي پر هر راز انتخاباتو او ټولپوښتني د څارني لپاره د قانون له حكمونو سره سم جوړېږي .


ښايي د ولسمشر حامد کرزي فرمان به د انتخاباتو د نېټې پر سر نور کش -مکش پای ته ورسوي، خو د انتخاباتو د مستقل کمېسيون په وينا لا اوس هم ددوي په مخ کښي يو لړ مشکلات موجود دي، خو اوس سوال دادئ چي ايا د انتخاباتو مستقل کمېسيون به په دې وتوانيږي چي انتخابات د اساسي قانون سره سم ازاد، عادلانه او شفاف تر سره کړي که څنګه ؟

Copyright Larawbar 2007-2024