کور / رسنۍ / د بست جريدې کالګڼه چاپ شوه

د بست جريدې کالګڼه چاپ شوه

د بست جريدې پرله پسې ۳۹ مه ګڼه چې د دويم کال کالګڼه کېږي، په اتو مخونو کې چاپ شوه چې بېلابېل مطالب په کې راغلي دي، په دې ګڼه کې د هېواد او نړۍ د روان وضعيت د څېړنې تر څنګ د هلمند ولايت وروستي تحولات هم څېړل شوي دي. په دې توګه بست خپل درېيم خپرنيز کال پيل کړ.

بست  پر هلمند سربېر په کندهار او نورو ولايتونو کې هم ګڼ لوستونکي لري.

بست په هېڅ ارګان پورې تړلی نه دی. او د هلمند فرهنګيان يې لګښت ورکوي. د دې ګنې سرليکنه دلته لولئ:

                   
د بست جريدې درېيم کال


د بست سرليکنه:



بُست جريدې د خپل خپرنيز بهير درېيم کال پيل کړ. په هلمند ولايت کې دا لومړنۍ خپلواکه خپرونه ګڼل کېږي چې دا دي نژدې څلوېښت ګڼې يې خپرې شوې دي. په تېر کال کې هم بُست له ستونزو سره مخ و. خو د ستونزو په وړاندې په ګونډو نه شو، بُست له ستونزو سره- سره د مينه والو ادبي، هنري او ذوقي تنده خړوبه کړه.
بُست جريده وياړي چې د کوم سياسي ګوند، پوځي ډلې او بل لوري د تبليغاتي جګړې ښکار شوې نه ده او تر دا مهاله پورې يې داسې ليکنې خپرې کړي چې د تاوتريخوالي او جګړو بدرنګي يې منعکسه کړې او هڅه يې کړې سوله ييز چاپېريال ته د رسېدو لارې چارې په ګوته کړي. د عام ولس تر څنګ پاتې شي او د عام ولس د رايو او غوښتنو تمثيل وکړي.
که څه هم هلمند ولايت په ټول هېواد او نوره نړۍ کې د جګړو، چاودنو د زياتوالي، دغه راز د نشه يي موادو د کر او قاچاق د يوه ستر مرکز په توګه پېژندل کېږي، خو د خوښۍ ځاى دى چې په دې ولايت کې د بُست خپرېدو د زياتو خلکو له ذهنونو څخه هغه تصور ليرې کړى او خلکو ته دا څرګنده شوې چې دلته د قلم او کتاب مينه وال هم شته.
دعا کوو چې په خپل درېيم خپرنيز کال کې بريالي واوسو او وکړاى شو د هلمند او هلمنديانو ستونزې منعکسې او د حل لارې چارې په ګوته کړو.


 



د بست اداره