د پښتونخوا سرحدي ښار سيوۍ د بېلولو چټک سازش روان دئ

د لراوبر اداره | مارچ 2nd, 2009


د پښتونخوا سرحدي ښار سيوۍ  |  انځورونه : احسان الله کاکړ - جنوبي پښتونخوا د پښتونخوا سرحدي ښار سيوۍ  |  انځورونه : احسان الله کاکړ - جنوبي پښتونخوا د پښتونخوا سرحدي ښار سيوۍ  |  انځورونه : احسان الله کاکړ - جنوبي پښتونخوا د پښتونخوا سرحدي ښار سيوۍ  |  انځورونه : احسان الله کاکړ - جنوبي پښتونخوا د پښتونخوا سرحدي ښار سيوۍ  |  انځورونه : احسان الله کاکړ - جنوبي پښتونخوا


د لراوبر د عکسونو البم


د پښتونخوا سرحدي ښار سيوۍ د بيلولو سازش په ډېره چټکتيا سره روان دئ .
 
سيوي ديو هندوراجا نوم وو د هندوانو په رګ ويدا نومې کتاب کې ډېر ځای د سيوۍ نوم راغلی دی او پښتانه اوس هم و دې ښار او دې سيمې ته سيوۍ وايي سيوۍ پخوا يو جلا سلطنت تېرشوی دی چې دهند ترجمنا رود لا هم غځېدلی وو دلته بېلابېل افغان قبيلې مېشتې دي لکه دپني قبيلو بېلابېلې څانګې باروزي، مرغزاني،لوڼي او صافي مېشت دي او له دې پرته خژک،کاکړ،لوداني،زرکون،ګړک او کېتراڼ چې افغان قبيلې دي هم مېشت دي داله بلوڅانو سره دپښتنو اخري سرحد دی ددې ځای مځکې او اوبه ټولې د لوړو يادوشوو قبيلوپه واک کې دي .






 سيوۍ له هره پلوه يو ښايسته او پرمختللې سيمه دا و پښتونخوا ته دراننوتلو دروازه ده دلته هر ډول استانتيا شته خو لکه څنګه چې اټک او مياوالي له پښتونخوا څخه په زور او زياتي بېل کړل شو دهغه ځای ژبه ،کلتور هرڅه بدل کړل شو او اوس يې څوک دا ګومان هم نه کوي چې دابه واقعي يو وخت ته پښتونخوا برخه وه هم دغسي دسيوۍ د بېلولو سازش هم ډېر په چټکتيا سره پر مخ درومي چې بېلګې يې لاندې وړاندې کوو:


يوم :


سيوۍ خوا له ډېر پخوا څخه يو انتظامي مرکز وو او دپاکستان لوجوړېدو سره سم دا ښار دډېرو سيمو لکه کوهلو، ډېره بګټي، زيارت، هرنايي، سنځاوۍ، ډاډر، بولان او پخپله سيوۍ يولوی انتظامي مرکز وګرځېده يووار له دې ضلعې (ولسوالۍ) څخه دزيارت سيمه جلا کړل شوه او ددې په بيلولو کې دزيارت د هغو خپل چارو او کم پوهوخلګو زياته ونډه وه چې غوښتل يې دزيارت په ضلع جوړولو به خپلې مالي ګټې ، سرکاري نوکرۍ او نوري موخې سرته ورسوي دوی هيڅ کله دافکر نه کاوه چې بلوڅان به له دې څخه دوې ګټې پورته کړي يو داچې سيوۍ به وريکړه شي او په سيوۍ باندې به دپښتنو اثر اونفوذ کم شي دويم دوی يانې بلوڅان به دزيارت په بدل کې خپل ځانته ډېري نورې وړې وړې ضلعې (ولسوالۍ) جوړې کړي ګنې پښين خو دپښتنو دومره غټه ولسوالۍ ده چې څه دپاسه پنځلس زيارت ځنې جوړېږي نو هغه يې ولې ډېرې ضلعې نه جوړولې .
 
دويم :


له نن څخه درې کاله مخکې دسيوۍ او هرنايي ترمنځ ريل ګاډۍ چلېده او د هرنايي خلګو به خپله کوله او سبزي او مېوې ډېر په اسانه تر مارکيټ پورې رسولې او داګومان به نه کېده چې سيوۍ او هرنايي جلا جلا ځايونه دي په يو ساعت کې به سړی سيوۍ ته رسېده او سيوۍ بيا هم دپښتنو تر کنټرول لاندې وه خو اوس درې کاله واوښته چې دا ريل ګاډۍ بنده ده او مرکزي او ايالتي دولت پرې هيڅ غوږ نه ګروي داځکه چې دوی غواړي چې که يوې خوا ته ددې ځای پښتانه شاته پاته شي او بل خوا سيوۍ له هرنايي څخه بېله کړل شي  دهرنايي او سيوۍ تر منځ سړک هم شته خو ددې وړ نه دی چې سړی پرې سفر وکړي او سړک خو دپرمختک او نښلونې يوه لويه وسيله ده او دا د هرنايي او سيوۍ دخلګ له دې وسيلې څخه بې برخې کړل شوي دي
 
دريم :


دااوس اوس هرنايي هم جلا ضلع وګر ځول شوه او دسيوۍ پښتانه سرو لېوانو ته پاته شول هلته که يو ځای سندي او بلوڅي ژبې ددوی پر کلتور او ژبه ير غل کړی دی نو بلې خوا ته يې له هره پلوه ددوی دشاته پاته کېدو هلې ځلې هم روانې دي لهړي چې دبلوڅانو سيمه ده هغه يې په سيوۍ پورې تړلې ده او هرنايي چې دپښتنو سيمه د او کلونوکلونو راهيسې دسيوۍ برخه وه يې جلاکړې ده
ډېره افسوس او خواښينۍ خبره ده چې دهغه ځای پښتانه ورو ورو پردي کېږي او ډېر لږکي په کې پښتو ويلای شي او ددوی کړه وړه، اغوندنې هرڅه دبلوڅانو او سنديانو په شان شوي دي
که څه هم اوس دانوی نسل يې راويښ شوی دی او خپل تاريخي حيثيت بېرته ترلاسه کول غواړي خودابه هله وکړای شي چې ددوی تړاو دپښتنو سيمو سره ونه شلېږي او دوی ترمنځ تګ اوراتګ ، راکړه ورکړه او رښتې جوړونې او نورې ټولنيزه اړيکې نه يوازې سلامتې پاته شې بلکې لا پسې پياوړې کړل شي  .



 


په پای زه ددې ځای دايالتي جرګې غړي (ايم پي اې) سلطان ترين څخه داخواست کوم چې دهرنايي بېرته په سيوۍ کې دګډېدو هڅې وکړي او ريل ګاډۍ چې مرکزي وزير يې هم بلور صاحب دده دګوند يومشر دی  ده هغه په مرسته بېرته چالانه کړل شي چې نه يوازې ددې ځای د پښتنو لپاره اسانتيا وي بلکې دسيوۍ دبيلولو سازش هم په اوبو لاهو کړل شي نن دا دهر پښتانه غوښتنه ده لږ ترلږه دسوېلي پښتونخوا د پښتانه خو هرومرو دا غواړي او دهرنايي او سيوۍ له پښتنو څخه هم داهيله لرم چې دوی دې په دې اړه خپلې هڅې تېزي کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024