کور / طنز / امريكايي سپى

امريكايي سپى

وايي د نيويارك ښار په يوه پارك كې يو سړى چكر واهه، ګوري چې يو غټ او داړور سپي پر يوه كوچنۍ نجلۍ حمله وكړه او هغه يې په خوله واخيسته، نوموړي سړي په ډېره بيړه په سپي پسي منډي كړې او په ډېره مېړانه يې سپى مړ او نوموړې نجلۍ يې د سپي له منګلو آزاده كړه.

په دې كښي يو پوليس چې دغه پېښه يې ټوله څارلې وه نوموړي سړي ته وويل: په ريښتيا هم چې ته يو قهرمان يې، ځكه تا د يو مظلوم او معصوم انسان ژوند وژغوره، ستا دا قرباني بايد په اخبارونو كښي راشي، ته به سبا له خيره په اخبارونو كښي ستا د قهرمانۍ خبر ولولي، بايد داسي سرليك وركړل شي، چي “د نیویارک یو غيرتي سړي يوه معصومه نجلۍ له مرګ څخه بچ كړه”.

نوموړي سړي وويل چې زه خو د نيويارك نه يم، بيا پوليس وويل بيا به نو ستا دې قهرمانۍ ته دغه سرليك وركړل شي: ” د امريكا یو غيرتي سړي يوه معصومه نجلۍ له مرګ څخه بچ كړه”، نوموړي سړي وويل چې زه د امريكا هم نه يم، پوليس په حيرانۍ سره ورته وويل: بيا نو ته د كوم هېواد يې؟

نوموړي سړي وويل: “زه د سعودي عربستان يم”.


سبا په اخبارونو كې په غټ سرليك سره ليكل شوي ول، چي (( په نيويارك كښي يو مسلمان ترهګر يو بې ګناه امريكايي سپى مړ كړئ!)).