کور / خبرتیا او پيغامونه / (را روان دي تور بادونه) له زرين انځور سره ادبي ناسته

(را روان دي تور بادونه) له زرين انځور سره ادبي ناسته

را روان دي تور بادونهقدرمنو هېوادوالو،


افغانيک تاسو ته له ښاغلی زرين انځور سره په یوه ادبي ناسته کې بلنه درکوی.

ښاغلی انځور به خپلې څو نوې  کيسې تاسو ته پخپله واوروی.

ښاغلی زرين انځور د بيلابيلو ادبي، کلتوري، ژورناليستيکي او ولسي کارونه تر څنګ

د لنډو کيسو ډير تکړه ليکوال هم دی.

د ده د لنډو کيسو شپږمه ټولګه (را روان دي تور بادونه) په دې وروستيو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوه او په دې محفل کې به هم پرې خبرې وشی. 



وخت: پنجشنبه، د ۲۰۰۹ کال د مارچ ۵ د مازدیگر پنځه بجې


ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی


 آدرس :


AFGHANIC/Seminar-Raum
(im Brunn Autoland, III. Etage)
Justus-von-Liebig-Str 24
53121 Bonn, Germany


معلومات


Tel 0228 – 409 76 30
Mobil 0174 741 73 06
wardak@afghanic.org


را روان دي تور بادونه