یو نظام اودوه قانونه
اساسي قانون ديوه ملت ملي وثيقه ده په هغه لوبي کول هغه ماتول ملي جرم دي اوديوه ملت په سرنويشت ډيربد اثرغورځوي ولي دبده مرغه دلته قانون هغه کسان ماتوي چي ځانونه دقانون ساتونکي بولي ځوروځي وړاندي دوټول ټاکنوکميسون اعلان وکړ ي چي اساسي قانون موږ ته داحق راکړي دي چي بايد دهغه په اساس دټولټاکنووخت وټاکو اوهغه داسدتراخره وځنډاوه اودلايل يي امنتي اومالي اولوژيستکي ښودل خواوس کرزي فرمان ورکړي چي ټولټاکني به مخکي لکه ځنګه چي اساسي قانون اودټولټاکنوقانون ورته اشاره کړيده ترسره سيي .
دواړو اساسي قانون خپل دليل ښي اوس دلته پوښتنه داده چي ايا دټولټاکنوفيصله غيرقانوني وه چي داسد تراخره يي داموضع ځنډولي وه که چيري هغه دافيصله داساسي قانون سره مخالف کړيوي اوقانون يي ترپښولاندي کړي وي بايد هغوي محکمي ته وليږل سي چي دوي ولي داساسي قانون سبکاوي کړيدي اوکه دهغه کميسون فيصله قانوني بڼه ولري نوبيا ولي ولسمشرداساسي قانون برخلاف فرمان ورکوي اوس په دغه دولاروکي بايد حتما يوه قانوني وي اويوه غيرقانوني وي ځکه دواړي فيصلي نه سي قانوني کيداي .
که چيري کميسونه داصلاحيت قانون نه ورکړي دوي ځه حق درلودي چي پخيل سريي قانون له پامه غورځاوه اوکه چيري دوي برحق وي اوقانوني کړنه يي کړيوي نوبيا ولسمشرولي دقانون برخلاف فرمانونه جاري کوي ددي نه داسي مالوميږي چي اصلا قانومطرح ندي پرون کرزي خپل ګټي دټولټاکنوپه اوږده محال کي ليدي اوس چي دامريکايانودمخالفت سره مخامخ سو اوس کوښښ کوي چي وخت کم وټاکي ځکه نورکانديدان دي وخت پيدانکړي چي خپل کمپاين وکړي اويا خپله تياري ونيسي ولي کرزي ددولت ټول واک په لاس کي لري منظم دولت يي سره له بانکه په لاس کي دي هرځه چي کوي کولاي سي داسي انتخابات چي نه ورته امنتي ارګانونه امنتيت نيولاي سي اونه کميسونه ورته پسي پيداکولاي سي اونه هم خلګ ورته خوشاله دي .
داسي جعلي اوټولټاکني به نوره حالات ونړيوالوته خراب کړي ا وهم به دټولټاکنومشروعيت له منځه يوسي زموږپه اساسي قانون کي يوه ستونځه داده چي دبرحال ولسمشر په وخت ټول ټاکني کول دايوه خطرناکه لوبه ده داټولټاکني به نورهم ملت له دولت نه بيزاره کړي اوخلګ به دي مجبورکړي چي دددولت په مخالفت لاس پوري کړي ددي مشکل دحل دباره مناسبه لاره داده چي دعبوري دولت په راس کي دمشرانوجرګي مشرراسي اودهغه ترنظارت لاندي دي ټولټاکني وسي دابه مالومه سي چي کرزي ځومره رايي وړي اودخلګو ځومره اعتماد ورسره دي اوکه اوس خلګوته ډالرويشل کيږي اودي ته دټولټاکنونوم ږدي دابه جګړه نوره توده کړي دابه فضا نوره هم نړيوالواوهم دافغانستان خلګوته خرابه کړي وسلام