کور / تازه خبرونه / د پاكستان په قبايلي سيمو كې دحقاني او حكمتيار ډلي هم سته

د پاكستان په قبايلي سيمو كې دحقاني او حكمتيار ډلي هم سته

 


د پاكستان په قبايلي سيمو كې د طالبانو تر څنګ د مولانا حقاني او ګلبدين حكمتيار ډلي هم شتون لري

د امريكا د بهرونيو چارو وزير  رابرټ ګېټس ويلي دي چې د پاكستان په سرحدي سيمو كې د القاعده او طالبانو تر د مولانا حقاني او ګلبدين حكمتيار ډلي هم موجودي دي

هغه زياته كړېده چې دغه سيمي  د دې ډول شبكولكه القاعده ،طالبان ،د مولانا حقاني او ګلبدين حكمتيار د ډلي  د غړيو دپاره ډېر خوندي پټنځايونه دي

رابرټ ګېټس چې يوه امريكايي ټلويزيون ته يې د مركې پر وخت دا خبري كړي  ويلي چې دغه ډلي خو په ښكار يوه له بله بېلي دي خو مخه يې يوه او كار هم په شريكه كوي

نوموړي  د يادو سويو ډلو پټنځايونه د افغانستان او امريكې دپاره يو خطر ګڼلى او او له منځه وړل يې اړين بللي دي

هغه دا هم ويلي چې له نن څخه شل كاله وړاندي د سويت يونېن پر ضدد اپرېشن په وخت كې چې زه د سي آي اې د لارښود مرستيال وم نو هغه وخت هم دغه ډلي هلته وې خو د هغه په وينا هغه وخت حالات د نن سبا په شان نه و