کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ښاغلي کرزي د آس دوړي

د ښاغلي کرزي د آس دوړي

کله چې ښاغلي کرزي د انتخاباتو په اړه فرمانونه ورکړل او دا یې وپتېیله چې ټول ټاکنې باید پر خپل وخت وشي، نه یوازې یې خپل بې عقله اوپوزیسیون ناموزونه کړ، بلکې همداسې یې خپل نړیوال ویښیار ملاټړي هم کیش (په شطرنج لوبه کې پاچا ته ګواښ) کړل، په ځانګړي توګه امریکا . دغه تکتیک کېدای شي چې د ده بریا ریښتینې کړي، خو له بده مرغه ښاغلی کرزی دغه لوبه د افغان ولس د ککریو په بیه لوبوي . د دې لپاره چې د واک (؟) پر څوکۍ پاتې وي، یا یې یوازې نوم ولسمشر وي خو په څنګ کې یې خپل وروڼه او څو شمېرلي ملګري په کاروبار بوخت وي، ښاغلي کزري نه یوازې نړیوال خوني ځواک ته د افغان ولس وژنې په اړه کوم غبرګون څرګند کړ، بلکې همداسې یې د شمالي ټلوالې د ځنارو مخنیوی هم ونه کړ .


دغې غلامې ټلوالې هغه ناوړه کړو وړو ته لاس واچوه چې هر باوجدانه انسان پرې شرمېږي، خو دوی په ویاړ او په ځانګړي توګه د پښتنو د سټولو په موخه وکړل او لا یې کوي . خو اوس د ټول ټاکنو په موخه ښاغلي کرزي نه یوازې له امریکایي مشرۍ څخه واټن ونیو او په نړیوالو رسنیو کې یې د “افغان ماشوم وژنې پر ضد کمپاین” پیل کړ، بلکې همداسې یې د اپوزیسیون سره له چله ډک ګام اوچت کړ . ښاغلی کرزی که ټولټاکنې وګتي او که نه، سرخوږی به ټولو افغانانو ته په ځانګړې توګه پښتنو ته جوړ کړي . په تېرو اوو کلونو کې د ښاغلي کرزي په مشرۍ کې پښتانه مشران او استازې یا مړه یا بې واکه شول، له خپلو جونګړو ورټل شول، د مهاجرو د بیا راستنېدو په نامه زندان ته واچول شول (ښه بېلګه یې د تخار پښتانه دي)، د جګړې لمن لا نیمه نه وه ټوله شوې چې بېرته یې په خپرېدول پیل وکړ او پښتون ته، چې د طالب او د ترهګر د مرستندوی په نامه یادېده، سم د ترهګر ستاینوم ورکړل شو . په هر واده، غونډه او ختم بمونه وغورځول شول .


بده لا دا چې ښاغلي کزري په دغه ټولو جرمونو سترګې پټې کړې . د یوه ولسمشر په توګه یې هغه کله نا کله ناندرۍ بې ارزښته دي . که ښاغلی کرزی ټول ټاکنې یو ځل بیا وګټي، دغه د اوو کلونو ترخې تجربې به لس چنده شي . هزاره وروڼه وایي : بیلو را خو سیمو کدي که تیموشه موزني . ښاغلي کرزي په اوو کلونو کې افغان ولس ته څه ګټه ور ورسوله چې په پینځو نورو کې به یې ور ورسوي . سر بېره پر دې دا ګواښ هم شتون لري چې شمالي ټلواله د روسیې، ایران او پاکستان په لسمون او د امریکا او نورو ځناورو په خوښه د ارګ د ننه په یوه کوشنۍ کودتا لاس پورې کړي . دوی به د ښاغلي کرزي پر سر د شطرنج لوبدړه ورماته او بي عزته کړي چې دغه شرم به بیا هم د پښتنو د پوزې پېزوان وي . همداراز به دغه کړن نه یوازې د افغانستان لپاره یوه لنډ مهاله بې ثباتي وي، بلکې ډېره ژر به د شمالي ټلوالې لپاره د افغان وژنې یوه ډېره ښه موکه وي . که شمالي ټلواله ګټونکې شي، نه یوازې په کابل کې بلکې په هر ښار کې به غوبل جوړ شي، ښځې به له کورونو څخه اېستل کېږي، تر هغه وخته به پرې تېری کېږي چې یا خو مړې شي او یا هم چې ماشومداره شي او بیا به وژل کېږي .


توکمیز تبعیض به له سره بیا پیل شي، هر واټ به د نورو ورور قومونو په تېره پښتنو په مړو ډک شي، روسي یرغل به یو نوی رنګ راخلي، ایراني یرغل به لا نور هم ځواکمن شي، د پښتو د لا بې واکه او ضعیفولو په موخه به له پاکستاني ترهګر دولت او د آی اېس آی مافیا سره د پښتونخوا په اړه ډېرې منحوسې پرېکړې وشي، او د افغانستان د تجزیې نقشه به په کړن کې په ډېره چټکتیا سره پر مخ ولاړه شي . په دې اکر کې افغان ملت پازوال (مجبور) دی چې د پخوا په څېر د وطن ساتنې په موخه بیا ټوپک ته لاس کړي . جګړه به د اوسمهال په پرتله ډېره پراخه او ګړندې شي . همداسې به ورسره د شمالي ټلوالي د بادارانو جنګي ماشین افغانستان ته راوړل شي او همداراز به د لویدیځو ځناورو بمباري څو چنده شي . کربلا به یوازې په تاریخ کې ثبت وي او په شعرونو کې به زمزمه کېږي، خو د شمالي ټلوالې واک ته د رسېدو سره سم به په افغانستان کې دغه ناورین یو ځل بیا پېښ شي، په ځانګړې توګه په پښتون مېشته سیمه کې . او د دغې وژنې نوم به په دې آړ پښتون وژن کېښوول شي، که چېرې نړۍ پښتنو ته د انسان په سترګو وګوري، که نه د پښتون مرګ خو هسې هم د طالبانو، آی اېس آی او ایران په وینا واجب دی .


دې ټولو آړونو (شرایطو) ته په پام سره افغان ولس دوه لارې لري : یا به له ټاکنو څخه ډه ډه کوي چې پایله به یې یو بل انډوخر رامنځته کړي . یا به هم بې پلوه نوماندو (کاندیدانو) ته رایه ورکوي او دا هم په داسې حال کې چې د دوی له کاري پلان، پروګرام، آر څېرې او شخصېت سره ډېره کم پېژند ولري . کېدای شي چې د دوی ناڅاپي بریا بیا هم د خلکو خوږ (درد) درمل نه کړي . پایله به یې دا وي چې ولس به له دوی سره د همکارۍ پر ځای واټن ونیسي . ځکه چې ولس به دوی ته د مجبوریت پر اساس رایه ورکړې وي .


 دا به په خپل وار د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي . همداسې به د ملي یووالي او وسلوالو مخالیفینو ته د سولې بلنه ټکنۍ شي، که څه هم چې وسلوال مخالیفین یوه ډله د پنجابي یرغل یوه برخه ده او په هېڅ ډول سوله نه مني او بله ډله یې بیا ډیره د یوه یوازېني واک لېواله ده او وېش ته یې غاړه چندان نه ټیټېږي . نو ښاغلي کرزي ته ښایي چې نه یوازې د خپلو او څو نورو ملګرو په ګټه غور وکړي، بلکې همداسې د ټول افغان ملت ګټې په پام کې ونیسي . ښاغلی کرزی باید له اساسي قانونه د ناوړه ګټه اخېستلو پر ځای د افغان ملت په وړاندې ځان مسئول وګڼي، پر اوسني کړکېچن اکر(حالت) ژور غور وکړي او د افغان ولس په ګټه یو منلی تصمیم ونیسي .