غزل
خلکو به شور کولو، خلکو به غوغا کوله
کيسه د شپې وه لېوني په سپين سبا کوله
بره د غرونو پر سرونو باندې ډول ږغېدۀ
لاندې په سمه يوۀ خټک ورته ګډا کوله
په هغه شپه ډېر د اورونو پر بالښت ويدۀ وو
په هغه ورځ هغوى د ظلم انتها کوله
داسې يو کس و، چي په ګډو وډو نه پوهېدۀ
سر يې قربان کړ خو خبره يې صفا کوله
په خوږ نظر به دي چي کله- کله ونمانځلم
ما به دي تورو- تورو سترګو ته دوعا کوله
بې د خوږو- خوږو غزلو يې څه ونه موندل
د کليوال خټک له کوره چي چا غلا کوله