کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د یو چارواکي په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو زیاتول به د خلکو لپاره حالات نور هم کړکیچن کړي.


ورځپاڼې په افغانستان کې د بهرنیو مرستو د لږولو مسلې ته په اشارې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي چې بهرنۍ مرستې باید افغان دولت ولږوي نه بهرنیان.

ورځپاڼې د موضوع په دوام د کې ایډي دا سپارښتنه هم راغستې چې بهرنیان دې د خپلو کارونو رپورټ افغان چارواکو ته ورکړي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې دې چې د امریکا او روسیې مشران د لومړي ځل لپاره مخامخ د افغانستان په اړه خبرې کوي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي په وروستي فرمان او د هغې به وړاندې پورته شوي اختلافات څیړلي دي.


ورځپاڼې د افغانستان د روانو ستونزو په اړه هم یو څیړنیز مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې ددې ستونزو حل سیمه ایزه همکاري او د نړیوالې ټولنې کلکه ژمنه غواړي.

ورخباڼې په هیواد کې د امنیت د تینګولو په پروسه کې د خلکو د همکارۍ مسله هم په یو مطلب کې څیړلې ده.


د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې په افغانستان  کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې او لیکلي دي چې دغه زیاتوالې باید د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو سبب نشي.


ورځباڼې د کابینې د تیرې ورځې غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې پدې غونډه کې د انتخاباتو په اړه د ولس مشر کرزي  وروستې فرمان او واشنګټن ته د افغان پلاوي  سفر ستایل شویدي.

ورځپاڼې په عینې حال کې د هیواد د یو کارپوه په حواله لیکلي دي چې د ولس مشر کرزي له فرمان سره مخالفت ښودل له اساسي قانون سره مخالفت دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د وسلوالو د مرکزونو په اړه په یو مطلب کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې حکمتیار او حقاني هم دلته مرکزونه لري.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې بیا د کاناډا د صدراعظم دا وینا راغستې چې تر  هغو به افغانستان ته نور سرتیري وانستوي چې یوه روښانه ستراتیژي په منځ کې نه وي.

ورځپاڼې بیا هم د افغانستان د اوبو مسله راغستې او پدې ترڅ کې يې ایران پدې تور کړې چې د افغانستان اوبه لوټي. 


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا هم د انتخاباتو په اړه روانو بحثونو ته مخه کړې او لیکلي دي چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون به تر راتلونکو دریو ورځو پورې د ولس مشر د فرمان په اړه خپل دریځ روښانه کړي.


ورخباڼې په عینې حال کې د ناټو د چارواکو په حواله لیکلي دي چې د انتخاباتو د نیټې راوړاندې کول به امنیتي ستونزې له ځانه سره ولري.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم په افغانستان او سیمه کې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې د ولس مشر کرزي د وروستي فرمان په اړه راڅرګند شوي غبرګونونه څیړلي او لیکلي دي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو اصلاح بیا په هیواد کې د بې کارۍ ستونزه څیړلې او هغه يې په ټولنه کې د فساد اصلي سرچینه بللې ده.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د ترورزم په خلاف د روانې د ستراتیژۍ بیا کتنې ته په اشارې لیکلي دي چې  د افغانستان او امریکا ترمنځ په اړیکو هم باید بیا کتنه وشي.


دې ورځپاڼې هم د سره صلیب د نړیوالې ټولنې کمیټې دا اندیښنه راغستې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتیدو بوج ملکي خلک وچتوي.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې روان جنګ او د لوږې مسله راغستې او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلې ده.