کور / تازه خبرونه / هلمند: چارواكي د طالب قومندان د وژلو ادعا كوي

هلمند: چارواكي د طالب قومندان د وژلو ادعا كوي


د هلمند ولايتي چارواكي وايي د دوشنبې په ماښام يې يو مشهور طالب قومندان له خپلو ۱۴ عسكرو سره وژلى دئ.
د چين د زينهووا آژانس د والي د وياند داود احمدي په حواله خبر وركړ، چي دغه قومندان او ملګري يې د ناټو ځواكونو په هوايي بمبار كي وژل سوي، چي ولسي كسانو ته پكښي هيڅ راز زيان نه دئ اوښتى.
د ښاغلي احمدي په وينا قومندان ملاببرك او ملګري يې په درو موټرانو كي سپاره وه، چي د ګرمسېر په ولسوالي كي هوايي بريد ورباندي وسو.
د طالبانو له خوا تر اوسه د ملاببرك د مړيني په اړه څه نه دي ويل سوي.