کور / طنز / د هاګ محاکمه

د هاګ محاکمه


په سمسورځنګله کې د وحشو ګلانو ګلوږمه په منډه رامنډه وه او د هر اوسیدونکو ښږمو ته یې په مساوي توګه د ځنګله د تاند او تازه والۍ زیرۍ ورکوئ؛ کږو وږو لارو يې د ژوند سمه لاره ښووله ، د مرغیو چنهار یې فضا ډکه ساتلې وه او پاڼو د لمر نیغي وړانګې نه پرښوولې دځنګله لنده بل وچ کړي.
 خو دهاګ محاکمې د ځنګله د لا ښه ساتلو په پار هغه ته یو ناظر وټاکئ چې هغه یوه بیکاره بیزو وه
 هغه ټوله ورځ د هغو تاراکګرو پسې ګرځیده چې دځنګله شین والی ته یې زیان رسوئ د بین الځنګله له قانون څخه یې سر غړونه کوله او په نړۍ کې د کاختي لامل ګرځيدل
 دهغې تلوسناکو سترګو په یو ګوټ کې یو کنډاس سوی ولیده چې د یوې ونې یوه څانګه په خوند خوندخورې هغه يې سمدلاسه ونیوی او لاسونه يې تر شا ور وتړله، بیا یې یو بل سوی ولید چې د ونې پوتکی خوري هغه يې هم ګروی موری ونیوی، بیا يي یو ښکر ماتې هوسۍ ولیده چې ځنکلي ګلونه یې خوړل هغه يې هم له غاړې ونیوله …
ټوله یې په رسۍ وتړله او دهاګ د محاکمې خواته یې رهي کړه
 په لاره کې يې یوغل سنجاب ولید چې غوزان په خاورو کې پټوي هغه یې هم په وهلو اوټکولو په واښکي و تړئ
 بیزو له ډیرې غوسې لکه وله ریږدیدله دا مجرمان ځناور يې تناب کړي اوکشوله
 هغوپه لاره کې سرغنه پیل ولید چې په خپل خرټم یې له یو ه سره د ځنګله ونې چپه کولې
د مجرمینو تر منځ پټي پټي خبرې او پوس پوسی پيل شو
کنډاس سوی ځان وپړساوه او بیزوته يې په نرۍ ږغ وویل:
پيل وینې ؟
بیزو پیل ته د سلام لپاره لاس پورته کړئ.
 او بیا يې جاني مجرمینو ته وویل:
هغه د هاګ دمحاکمې قانون نه دی لاسلیک کړی
مجرمانو په یوه ږغ نارې کړل:
هاګ څه شی دی؟
 بیزو ورته وویل : زه څه خبر یم