کور / کیسه / یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۸)

یاجوج او ماجوج څوک دي ؟ (۸)

ذوالقرنین څوک وو؟

ولی ذوالقرنین ورته ویل شوی دی  ؟
۱- هغه  دوې پيړۍ ژوند وکړ،  ددوو پېړيو خلک یا دونسله    وګړي له منځه ولاړه  او هغه  لا ژوندی  وو
۲- هغه دسر په راسته خوا  د یوې  ضربې (زم) سره  مړ او بیا را ژوندی شوی دی ، د سر يې دوې خوا وي يې  راوتلې او لوړی  وې
حضرت صادق(رض) څخه  روایت دی  ، چې هغه خپل کام سمې او د خدای  لارې ته هد ایتوی  خو هغوی هغه   ته دوې ضربې ورکړې نو ځکه هغه ته ذوالقرنین ویل شویدی.
۳- بله دا چې وايي د هغه  د پاچاهي  تاج دوه ښکره  درلوده.
۴- هغه دوه قرن یاني دوې خواوي: د نړۍ ختیځ او لویدیځ ونیوله.
۵- هغه دوې کوڅۍ درلودې.
۶- نور اوظلمت د هغه مسخر ول.
۷- هغه دوه ښکره درلودل
د ذوالقرنین نوم په اسلامي ، یهودي او مسیحي دینونو   په کتابونو کې راغلي دي  خو دا چې ذوالقرنین څوک دی په قطعي ډول نه دی مالوم.

داچې  ذوالقرنین څوک وو مفسران  او مورخان داسې لیکي:

۱-  دطبري او سور آبادي تفسیرونه لیکي : له ذوالقرنین  څخه مراد اسکندر دی.
۲-ابوریحان البیروني لیکي: له ذوالقرنین   څخه مراد« اطوس» دی.
۳-ځینې بیا« تس چی هوانگ» د چین پاچا ذوالقرنین بولي خو دا دا قراني وړاند وینې سره سم نه دی.
۳-(غرالی په سیرالعالمین) کې لیکي: ذوالقرنین« صعب بن جبل» دی.
۴- مولانا ابوالکلام محیی الدین احمد وایي د ذوالقرنین څخه مراد کوروش د هخامنشامو  لومړی امپراتور دی اوځینی يي بیا  داریوش ، خشایارشا… ذوالقرنین بولي
۵-.ځینې نور بیا ماءالسما ء ” یا ” صعب بن همال حمیری ” یا ” تبع الاقرن ” د عربستان  له سویلو پاچاهانو څخه یو ذوالقرنین  بولي
 ۶-او ځینې نور بیا« ابوکرب شمر یر عش بن افریقس حمیري  » ذوالقرنین بولي .
نو دلته دا نظرونه په دریو برخو  کې څیړو چې  آیا ذوالقرنین عربي ، یوناني یا که  ایراني  وو .
نوربیا