کور / تازه خبرونه / بلخ:د ملي اردو يو سرتېری مړ او دوه نور ټپيان شوي

بلخ:د ملي اردو يو سرتېری مړ او دوه نور ټپيان شوي

د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلوالو کسانو په بريد کې د ملي اردو يو سرتېری مړ او دوه نور ټپيان شول.


دغه پېښه تېره شپه د درېيو بجو په شاوخوا کې هغه وخت د چاربولک چمتال په سرحدي سيمه کې رامنځته شوه چې وسلوالو يو مسافر وړونکی ټونيس موټر ودراوه.


د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد وويل: لومړی وسلوالو د مسافرو پيسې، چې د ملي اردو درې سرتېري هم پکې شامل وو، واخيستې او وروسته يې پر سرتېرو بريد وکړ.


هغه زياته کړه چې د سرتېرو په تن د ملي اردو جامې وې، خو وسلې يې نه لرلې.


نوموړي وويل چې په بريد کې د ملي اردو يو سرتېری ووژل شو، يو تن ټپي او درېيم وتښتول شو.


د دغه ولايت د امنيه قوماندان په وينا: وسلوالو تښتول شوی سرتېری چې ټپي و، د پېښې له سيمې څخه ليرې غورځولی و، چې د پوليسو له خوا پيدا او روغتون ته ولېږدول شو.


د چاربولک ولسوال ګل احمد پيمان د دې خبر په پخلي سره بريد کوونکي وسلوال غله وبلل.


خو د طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسوولت پر غاړه واخيست او ويې ويل چې په دې بريد کې يې پينځه تنه دولتي سرتېري وژلي دي.