کور / تازه خبرونه / کابل :درې پرله پسې چاودنو پنځه کسان ووژل

کابل :درې پرله پسې چاودنو پنځه کسان ووژل

د کابل د پوليسو د مرکز مخې ته درې چاودنو پينځه تنه ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل.


يادې شوې چاودنې د لږ ګڼې ګوڼې پر مهال د کابل د ولايت تر شا د پوليسو هغه مرکز ته څېرمه وشوې چې د ښار په منځ کې پروت دی.


د کابل د پوليسو د جنايي پلټنو مشر جنرال عليشاپکتياوال وويل: په دغو بريدونو کې لږ تر لږه پينځه تنه وژل شوي، چې دوه يې ځايي ساتونکي او نور عام وګړي دي، ده دا هم وويل چې دوه نور کسان بيا ټپيان شوي دي.


د ښاغلي پکتياوال په وينا په وژل شوو کسانو کې د ده يو ساتونکی هم شامل دی.


خو بل خوا د کورنيو چارو وزارت يوه خبرپاڼه بيا وايي چې وژل شوي کسان ټول عام وګړي دي.


طالبانو د دغو بريدونو پړه پر خپله غاړه اخيستې او ادعا کوي چې په دغو چاودنو کې يې لږ تر لږه اووه پوليس وژلي دي.