کور / راپور / د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۳۷ مي اوونیزي غونډي رپوټ

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۳۷ مي اوونیزي غونډي رپوټ

د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیراووه دیرشمه اونیزه غونډه د ګڼو خویندو په ګډون اودسولی نیازې په ویاندویي په استقلال لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز به وړوکي تالار کې جوړه شوه ، د خپرونې میلمانه په بلخ کې د مومند بابا ادبي بهیر مسوول ذبیح الله احساس اود سالنګ خپرندویې ټولنې مشر غوث الدین فروتن وو .

    د غونډی په پیل کې د تیری اونۍ راپور د آغلې خاطرې اسحاقزی لخوا ولوستل شو او راپورد غونډې د ګډونوالو لخوا وستایل شو ، د غونډې په بله برخه کې په کاري مسايیلو خبرې وشوې ، په تیره اوونۍ کې له عدلیې وزارت څخه د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر جواز د آغلې ساهرې شریف او اینجنیرې راضیې نعیمي په هڅو واخیستل شو او دغه بهیر په ( ۱۴۱۳   ) شمیره ثبت شو وروسته سپوژمۍ نوري د اوسنیو ښځینه شاعرانو د شعرونو د ټولګې د چاپ په اړه رپوټ وړاندې کړ ، اویې ویل چې کابو د ۶۰ تنو شاعرانو ژوند لیکونه او شعرونه یې را ټول کړي چې په راتلونکې اوونۍ کې به چاپ ته وسپارل شي وروسته د میرمن بهیر د ویبپاڼې(www.mirmanbaheer.org) په اړه خبرې وشوې او له خویندو وغوښتل شول ورسپارل شوي مطالب وژباړي او ترڅنګ یې نور مطالب هم سایټ ته په دې پته (    mirmanbaheer@gmail.com  )  را واستوي.

      د غونډی په دوهمه برخه کې د مینی منګل شعر چی سرلیک یی ګلاب وو کره کتنی ته وړاندی شو:

ته خوګل دګل ګلاب يي

ته ګلاب دګلستان يي

ته ښكلا ته مي ارمان يي

ته ښايسته دګل پشان يي

ژوندون ګران دي دبيلتا نه

بس دوزخ دي بيلتا نه

تا كي څومره چي وفاده

بس همدومره هم ښكلا ده

ته سپوږمي دڅوارلسمي

ته ښايسته دټول جهان يي

ته بس وخانده يو ځلي

ته می ځان ته مي جانان يي

ته زما دژوندارمان يي

ته مي راز دمحبت يي

ته مي مينه ته الفت يي

ته ټپه يي ته سندره

بس زه تانه مروره

مينه تاغواړي جانانه

ستاوفاغواړي جانانه


د شعر په اړه خاطرې اسحق زۍ وویل په شعر کې د نارینه احساس بیان شوی نه دیوې ښځې شعر باید د شاعر د احساساتو ښکارندوی یې وکړي ، د نوموړې په وینا د مینې منګل په شعر کې جانان اوسپوژمی په یو ردیف کی استعمال شوی چی دواړه متضادی کلمې دي ،راضیې نعیمي وویل د سپوږمۍ ښکلا نه یوازې ښځې ته منسوبیدای شي بلکې په شعر کې د نا رینه لپاره هم راتلای شي.خو بل لورته راحلې نوري هم په یاد شوی شعر نیوکه وکړه وې ویل چې په شعر کی ردیف او قافیه په پام کې نه دي نیول شوي چی په شعر کې باید تر ډیره بریده دغه ټکی ته پام وشی او زیاته یی کړه چې مینه منګل باید خپل احساسات په شعر کې ځای کړی وای چې دا کار یی نه دی کړی .

د یادونې وړ ده چې غونډې ته یو شمیر هغو خویندو پیغامونه ، سلامونه او لیکلونه را استولی وو چې په غونډه کې د ګډون لپاره راتلای نه شي چې د دغه لیکلونو به منځ کی یوهم د تکړه شاعرې حمیدې پکتیانې پیغام په غونډه کې ولوستل شو او د میرمن بهیر پر غړو وویشل شو ددغو ټولو خویندو تورپیکې امرخیل ، ښکلا پکتیاوالې ، حمیدې پکتیانۍ ،ډاکټرې فریدې هوډ، فریبا ظاهر،ملالۍ موسکا، بلینډه بدرۍ،رحیمې پښتونجار،عارفه بهارت او غرڅنۍ د مرستې او ملاتړ له احساس څخه مننه وشوه .


      د غونډې په دریمه برخه کی مشاعره پیل شوه د مشاعرې دبرخې ویندویي چارې د میرمن بهیر بلې غړې شهنازبابکرخیل پر غاړه لرلې چی د مشاعرې برخه دلمر ټلویوزیون په لمړی سرکی اوږۍ امیل ، اديبه اديب ، نظیفه نیازۍ، خاطرې اسحق زۍ ،فایقې نیازۍ،مرضیې اونورو خپل شعرونه ولوستل .

د غونډې د پای په شیبوکې د پچې له مخې توبا ندا د اونۍ غوره او نیکمرغه نجلۍ وټاکل شوه او د سالنګ خپرندویې ټولنې له خوا کتابونه او نور ې ډالۍ دسوغات په توګه ورکړل شول. په غونډه کې آغلو ساهرې شریف، ،تورپیکۍ مومند، خاطرې اسحق زۍ، راحلې نوري ، اینجنیرې راضیې نعیمي، ماریا صدیقي ،شهناز بابکرخیل، رڼا ساپۍ ، سولې نيازۍ ، اديبې اديب ، لطيفې ، برښنا ساپۍ ، تورپیکۍ مومند، لطیفې وردګ ،وریښمینې سعادت، فایقې نیازۍ ،مينې منګل ،ښکلا، نظیفه نیازۍ ،آریا حافظ، سپوږمۍ نوري ، اوږۍ اميل، مرضیې امین ، یلدا ، ملالۍ او ګڼو نورو خویندو ګډون کړی و. د غونډې په ګډونوالو د سولې د ګډې مشاعرې د شعرونو ټولګه او د (انکار) په نوم له کندهاره د تکړه شاعر عبدالقدیم پتیال را استول شوی کتاب وویشل شوه .

یاده دې وي چې دمیرمن کلتوری ـ ټولنيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې ورځې د ماسپښین په یوه نیمه بجه د استقلال په لیسه کې د فرانسې د کلتوري مرکز په وړوکي تالار کې جوړیږي.