کور / تازه خبرونه / امريكا د افغانستان په باب له ناټو سره خبري كوي

امريكا د افغانستان په باب له ناټو سره خبري كوي


د امريكا د جمهور رئيس مرستيال جوزيف بايډن بروسل ته په دې موخه د سفر اعلان كړئ، چي د ناټو غړو هيوادونو له استازو سره د افغانستان او پاكستان د وضعيت په اړه خبري وكړي.
د سپيني ماڼۍ څخه خپاره سوي خبرونه وايي ښاغلى بايډن به راتلونكې اونۍ په بروسل كي د ناټو د عمومي منشي ياپ دي هوپ شيفر، د اروپايي اتحاديې له استازو او د بلجيم له چارواكو سره وويني.
د ښاغلي بايډن د سفر موخه د امريكا د نوي پاليسۍ په باب خبري ښودل سوي، چي د امريكا ولسمشر باراك اوباما يې پخوا لا په افغانستان او پاكستان كي د اختيارولو اعلان كړى وو.