کور / تازه خبرونه / هلمند: درې سوه پوليس وروزل سول

هلمند: درې سوه پوليس وروزل سول


ايساف ځواكونو د چارشنبې په ورځ له هلمند ولايت څخه د ۳۰۰ افغان پوليسو د روزني خبر وركړ.
د آيساف له خوا خپاره سوي خبرونه وايي چي دغه كسان به وكړاى سي چي د هلمند د نا ارامه ولايت په امنيت او نظم كي د پام وړ بدلون رامنځته كړي.
د خبرپاڼي له مخي دا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كي د پوليسو د روزني شپږمه دوره فارغين دي چي د آيساف د ځواكونو له خوا ښوونه ورته كېږي.
خبرپاڼه وايي په راتلونكو اونيو كي به د هلمند د سنګين او ګرمسېر ولسواليو پوليس هم په دې كورس كي وروزل سي.